افغانستان

د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکي: شپه او ورځ له هوا بمبارېږو، رواني توازن مو له لاسه ورکړی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۲ زمری ۱۳۹۸ل): د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، فضا نه شپه او نه هم ورځ له ډرون الوتکو تشېږي  او موږ یې دې حالت ته رسولي یو چې نږدې یو رواني توازن له لاسه ورکړو.

د غزني ولایت یوه تن اوسېدونکي «نن ټکی اسیا» ته وویل « له تیرو دری څلورو ورځو راهیسي د غزني ولایت ده یک ولسوالۍ کې د امریکایی ډرون الوتکو هوایی عملیات شروع شوی. اسمان یوه دقیقه هم د ډرون له غږونو نه خالي کېږی، غبرګې غبرګې آن بعضي وخت دری دری ګرځي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړه « په دې دریو ورځو کې یې قریب ۱۶ ـ ۱۷ بریدونه کړي، چې لا هم دوام لري.

په دې بریدونو کې اکثریت ملکیان شهیدان شوي دی. ټول بزګران په پټو کې د کار کولو په مهال په نښه شوي.

اوس حالت دې کچې ته رسېدلی چې نه څوک بهر وتلی شي، نه کار کولی شي، نه له یوه ځایه بل ځای ته تلای شي.»

د دې کس په خبره، چې نه یې غوښتل نوم یې واخستل شي، د ده یک ولسوالۍ اوسېدونکي دې حد ته رسېدلي، چې نږدې ده رواني توازن له لاسه ورکړي.

دا یوازې ده یک ولسوالۍ نه ده، چې ړندو بمباریو او د ډرون بریدونو له وحشته ډکو غږونو یې په خلګو ژوند حرام کړی، د هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې هره ورځ ګڼ شمېر بې ګناه ولسي وګړي د همدې شپنیو چاپو او له اصلي هدفه د خطا بمباریو او بریدونو له امله ژوند له لاسه ورکوي.

خو د ګډ حکومت مشر بیا له هوايي ځواک سره په لیدنه کې هغوی ستایلي، د سولې راتګ یې د هغوی د قربانیو پایله بللې او له هغوی یې غوښتي چې د سولې تر پیل پورې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x