
د امریکا ټيکساس ايالت: په وسله وال برید کې ۴۶ کسانو ته مرګ ژوبل اوښتې
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا ټيکساس ایالت ال باسو ښار کې په وسله وال برید کې لږ تر لږ ۲۰ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان دي.
د ال باسو د پوليسو يوه مشر روبرټ جوميز رسنيو ته ويلي، د ال باسو په سيل فيسټا سوداګريز مرکز کې د وسله وال برید له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او مشکوک بریدګر هم نيول شوی دی.
د پوليسو په وينا حالات اوس هم ترينګلي دي، داسې ښکاري، چې نور بریدګر هم سيمه کې ځای پر ځای شوي او دوی هڅه کوي، چې مشکوک بریدګر ونیسي.
د ال باسو د پوليسو وياند انريک کاريلو ويلي: د حالاتو د ترينګلتيا سربېره خلکو ته مستقيما ګواښ نه شته، خو بيا هم د سيمې اوسېدونکي بايد له احتیاطه کار واخلي.
د پېښې سيمه د امنيتي او استخباراتي ځواکونو له لوري محاصره شوې ده.
پوليس وايي، ۲۱ کلن بریدګر پيټرک کورسيس يې نيولی دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ، د ټيکساس والي ګريک ايبټ او نورو چارواکو دغه پېښه غندلې او د برید له قربانيانو سره يې خپله غمرازي ښودلې ده.