افغانستان

ممبۍ: هندي پولیسو په افغاني مالونو کې ۳۳۰ کیلو هیرويين موندلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): هندي پولیسو په تېرو دوه اونیو کې له افغاني مالونو ۳۳۰ کیلوګرام هیروین لاسته راوړي دي.

هندوستان ټایمز د هندي پولیسو یو مشر منیش چندرا له قوله لیکلي چې دوی تېره اونۍ د ۵۲۰ کروړه هندي کلدارو (تقریبا ۷ نیم میلیونه ډالر) په ارزښت هیروین نیولي دي.

هغه زیاته کړې چې د دې اونۍ د نیول شوو هیروینو په شمول په تېر دوه اونیو يې تقریبا ۱۳۲۰ کروړه هندي کلدارو (تقریبا ۱۹ میلیونه ډالر) په ارزښت ۳۳۰ کیلوګرامه هیروین نیولي دي.

چندرا ویلي چې دغه مالونه د افغانستان د هرات څخه د ایران د بندرعباس له لارې ممبۍ ته صادر شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس دغه هیروین تر بسته بندۍ وړاندې لومړی لوند بیا وچ شوي او په ۲۶۰ بیګونو کې ځای پر ځای شوي وو. چندرا وویل چې دا په داسې دوه پوښه کارتنونو کې ځای پر ځای شوي وو چې د ممیزو د وارداتو لپاره استعمالیږي او د واګه سرحد له لارې هند ته په کندهار کې د یو شرکت له خوا صادریږي.

پولیس ویلي چې یو هندی او د هغه همکار چې د کندهار اوسیدونکی دی نیول شوي دي.

داسې ريپورټونه هم ورکول شوي چې د هند حکومت افغان سوداګرو ته ویلي چې نور به بسته شوي مالونه هند ته صادروي او که يې راوړل ټول به پرې خلاصوي او په بوجیو کې به يې اچوي.

په ټولنیزو رسنیو هم داسې عکسونه خپاره شوي چې پولیسو بسته بند مالونه خلاص کړي او بیا افغان سوداګرو مالونه بوجیو ته اچولي دي.

تر هغه وروسته چې افغاني مالونو کې هیروین ونیول شول، ټول افغان مالونو بسته بندۍ څیري کیږي او لټول کیږي: انځورونه

هند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد میرویس

دا هغه بی وجدانه تجاران دی چی د پیسو په مقابل کی د خپل د مور د حیثیت خرحولو ته هم تیار دی الله دی دوی تباه او برباد کری.

عبدالله

نن تکی اسیا اداره!! دا ادعا چی بی پری یاست مطلق درواغ دی‌.
سو تبصیری می در استولی تاسو یی نه نشروی! ولی؟؟ لکچی د پنجاب اجازه نشته، یا غیر مستقیم د اسرایلو او امریکا خخه هدایت اخلی. نور افغانان نسی غولوی، همدومره بس ده.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x