هندي ډاکترانو د ۷ کلن ماشوم له خولې ۵۲۶ غاښونه ویستي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): هندي ډاکترنو د یو ۷ کلن ماشوم له خولې ۵۲۶ غاښونه ویستي دي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور پر اساس یاد ماشوم د ډیر وخت راهیسې د غیرطبیعي پړسوب څخه ځوریده چې وروسته ډاکتر ته ویوړل شو.

راپور زیاتوي چې د یاد هلک د خولې د ټیسټونو څخه معلوم شول چې په لاندې ژامه کې یې سلګونه غاښونه دي چې ډاکترانو يې کامیاب علاج وکړ او ټول غاښونه يې ترې وویستل.

ډاکترانو ویلي چې د غاښونو اندازه متفاوته وه، کوچنی يې صفر عشاریه ۱ ملي تر او لوی یې ۳ ملي متره و.

Doctors at a Chennai hospital arrange tooth-like structures removed from the mouth of the boy

تر دې وړاندې په ۲۰۱۴ز کال کې ممبۍ ښار کې ډاکترانو ۲۳۲ غاښونه د یوه ۱۷ کلن ماشوم څخه د ۷ ساعتونو عملیاتو په ترڅ کې وویستل.

که څه هم د ۷ کلن ماشوم عملیاتو یواځې دوه ساعته وخت ونیولو خو تر دې وړاندې ډاکترانو د هغه د غاښونو د تحلیل لپاره لس ورځې مشورې وکړې.

ډاکترانو ویلي چې اوس د یاد ماشوم په خوله کې ۲۱ غاښونه پاتې شوي دي او د ۳ ورځې بستر کیدو وروسته خارج شوی دی.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د