نظــر

د طالبانو او امریکايانو د سولې د خبرو اتم پړاو

تړون جليلي

پرون د ۲۰۱۹ کال د اګست د مياشتې څلورمه  د امريکا او د طالبانو د اتم پړاو خبرې پيل شوې. د دواړو خواوو له څرګندونو داسې ښکاري چې دوئ به يوې پریکړې ته ورسيږي. په ځينو وړو موضوعګانو  لا خبرې اترې  روانې دي خو يوې پريکړې ته د رسيدو تمه  دواړه خواوې څرګندوي. د اتم پړاو له خبرو څخه مخکې د امريکايانو استازی زلمی خليلزاد پاکستان ته د يو لنډ سفر دپاره تللی و او هلته يې د عمران خان (وزير اعظم)، قريشي (د بهرنيو چارو وزير) او د پاکستان له لوی درستيز باجوه سره په افغانستان کې د سولې په اړوند خبرې اترې کړې وې.

طالبان هم  په ټينګار سره دا وايي چې د ټولو  امريکايانو د  وتلو مهال ويش به اعلانيږي او وروسته له هغې به د بين الافغاني خبرو دپاره چمتوالی نيول کیږي .

د افغانانو دپاره د سولې راتګ تر هرڅه یوه اړينه موضوع ده. له بله پلوه د بهرنيو يرغلګرو او د هغو د لاسپوڅو سره جګړه او د هغوئ ماتې د هغو ميلیونونو  شهيدانوستر  وياړونه  دي چې په دې نا انډول او بې رحمه  جنګ کې يې سرونه او مالونه قربان کړل خو د ظلم او د ظالم د برياوو خوبونه يې په سيند لاهو کړل . دوئ په خپلو بې ساريو قربانيو نړيخور استعمار او د هغو لاسپوڅو ته وښودله چې د افغان مظلوم ملت د ژوند په خپل ټول تاريخ کې هيڅ جابر ته سر نه دی ټيټ کړی او هر نيواکګر، غاصب او ځبرځواک ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي.

دا دی يوه بله امپراطوري، امريکايي امپراطوري په افغانستان کې د خپلو ناولو موخو او بې ساري وحشت سره  قبر ته  سپارل کيږي او د افغان د باتور ولس ويره او هيبت په مغزو کې له ځانه سره وړي.

خو طالبانو ته پکار ده چې د تيرو ورته تجربو څخه په هوښيارتيا سره کار واخلي او د  استعمارچيانو له شيطاني نيتونو څخه آګاه او باخبره اوسي.

په تيرو څلويښتو کلنو  کې د روسانو د امپراطورۍ ړنګیدل یوه تازه او نه هيريدونکې تجربه ده او پکار ده چې له پامه و نه غورځول شي. د روسانو امپراطوري سره له  هغې چې په افغانستان کې فزيکي محوه شوه، خو  د نيم ژواندې مار په څير يې  خپله  شيطاني پاليسي د افغانستان په اړوند بدله نکړه او د خپلو وتلو څخه وروسته يې په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو په مټ  د جنګ اور بل وساته. د جنګ په دغه اور کې يې افغانستان په کنډوالو بدل کړ،  په سلهاوو زره افغانان يې د جنګ په اور کې وسوزول. او په دې ډول  روسانو په  افغانستان کې  د خپلې ماتې د غچ  تنده سړه کړه.

د ټرمپ  له ورستيو څرګندونو څخه  چې د لس ميليونو افغانانو د وژلو په  هوس کې يې کړي دي، دا په ډاګه کيږي چې امريکا د خپلې ماتې تور داغ داسې په آسانه نه شي زغملی.  د امريکايانو شيطاني پاليسي هيڅکله هم په افغانستان کې سوله نه غواړي. له همدې کبله دی چې امريکایان  له افغانستان څخه مخکې له وتلو د خپل  شيطان بچوړي (پاکستان) په سر لاس راکاږه او  خپل ( افغاني) لاسپوڅي يې ورسره د نوو شيطاني پلانونو د جوړولو دپاره  مخامخ کړل.  تر څو د دوئ له وتلو څخه وروسته په افغانستان کې د داسې یو خونړي حالت منځ ته راوړو ته زمينه جوړه کړي، چې خپلو وحشتونو ته د برات  لاره خلاصه کړي .

خو طالبانو ته پکار ده چې د افغان ولس دظلم ، بربريت او نیواک په وړاندې د ګټلي جنګ وياړ پرې نه ږدي چې د امريکا، انګريز، پاکستان او د هغوئ د لاسپوڅو د شيطاني پلانونو ښکار شي.  طالبانو ته پکار ده چې په منځنۍ اسيا کې د استعمار د  دغه ناولي مثلث   پلانونه په نطفه کې خوسا کړي او نور پرې نه ږدي چې د دوئ ناولې ارادې او شوم نيتونه د افغان په خاوره پر افغانانو پلي شي.

دطالبانو تير تاريخ هم د افغانانو نه پخلاکيدونکي دښمنان دوئ ته په ډاګه کړي دي. پنجابيان هيڅکله هم په افغانستان کې د یو با ثباته حکومت جوړښت او د افغانانو دپاره سوکاله او هوسا ژوند نه غواړي. له بله پلوه تير تاريخ طالبانو ته د پنجابيانو رښتينې څيره وښودله . همدې پنجابيانو د امريکايي يرغلګرو ځواکونو سره يوځای دطالبانو په ځپلو او امريکانو ته  په تسليمولو کې لوی لاس درلود او د دوستۍ په جامه کې يې د افغانانو سره خپله نه پخلاکيدونکي دښمنې وښودله. نو طالبانو ته پکار ده چې د په افغانستان کې د سولې د راتګ په اړوند د پنجابيانو په درواغجنو وعدو باور ونکړي.  او د يوې رښتينې سولې، باثباته او ځواکمن افغانستان د جوړيدو دپاره  پر خپل  افغان ستر ملت حساب وکړي.

و من الله التوفيق

تړون جليلي

  1. د ۲۰۱۹ کال د اګست ۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x