
مسلمیار: امریکایان د ایران او افغانستان ګډ دښمنان دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د مشرانو جرګې رئیس «فضل هادي مسلمیار» چې د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ ایران ته تللی، هلته یې د ایران د ولسي جرګې له رئیس او ګڼو نورو لوړپوړو چارواکو سره لیدلي او د ایران د مذهبي مشر او ولسمشر د لیدلو په تمه دی.
نوموړي د ایران د ولسي جرګې له رئیس سره په ګډه د ایران پارلمان ته په خبرو کې وویل « امریکایان د افغانستان او ایران ګډ دښمنان دي او له اسلام او بشریت سره دښمني پالي، هغوی په افغانستان کې ريښتیني سولې ته ژمن نه دي او د هیواد په شمال کې د داعش ډلې تحرکات یې ښه بېلګه ده».
نوموړي له ایراني چارواکومننه وکړه چې په هیواد دننه یې افغان کډوالو ته د زده کړې زمینه برابره کړې او د هغوی غوره میلمه پالنه یې کړې.
مسلمیار له دې سره، سره د امریکا له لوري په ایران باندې لګول شوي بندیزونه وغندل او ژمنه یې وکړه چې افغانستان به له ایران سره اوږه په اوږه درېږي.
د نوموړي په خبره، امریکا یوازې ایران نه بلکې د افغانستان په ګډون ټولې سیمې ته مشکلات زېږولي.
د ګډ حکومت د مشرانو جرګې رییس داسې مهال امریکایان د افغانستان او ایران ګډ دښمنان بولي، چې یوازې یوه اونۍ وړاندې د امریکايي چارواکو له خولې د بهرنیو عسکرو د وتلو له اوازو سره سم نوموړي له امریکایانو غوښتي وو څو له افغانستان سره شوي تړون ته احترام وکړي او له افغانستان څخه ولاړ نشي.
د دی بی همتو ډمانو پر سرناوو نور څوک غوږ نه نيسی .
الله تعالی مو په دنيا او په آخرت کی ښه پوره وشرموه چی د موئمنينو سترګی او زړونه در باندی يخ شی .
دا خبيثان چی خپل خالق ، خپل د خاپوړو ځای(هيواد) او خپل اولس ته خاين دی دوی به وفا د چا سره وکړی .؟ (شيطان سره) .
تف او لعنت پر داسی شيطان صفتو چی د دوږخ لمبی يی له ورايه په مخ کی ښکاری .
دا ډم بیا د ډمانو په سر کی لکه فیل غوټ شوی. یوه ملګری می کیسه کوله چی هر وخت یی د کور تر مخ له پنځو تر اتو پوری مالونه (پسونه او بزی) ولاړ وی خو کله چی د جمعی ورځ راورسی بیا دا ټول مالونه د هغه د کور له مخی تری تم شی. دوی پری خیټی غټه وی خو د مظلوم بیچاره ملت له وږی ګیډی نه خبر ندی. الله د خوار کی دا خیټور.