مسکو؛ د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوی

طالبان بشړ نظام که په واک کې ګډون غواړي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل) له تېرې اوږدې مودې راهيسې د نړۍ او سيمې د کارپوهانو توجه تر ډېره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو مرکوزه ده.

ايا د امریکا او طالبانو ترمنځ ممکنه هوکړې سره به طالبان بشپړ واک ترلاسه کړي او که د روان نظام برخه به شي.

دا خو روښانه ده، چې طالبان له کابل ادارې سره هر ډول خبرې او په واک کې ګډون رد کړی او هېڅکله نه غواړي د روان نظام برخه شي.

په امریکا کې د منځني ختيځ د څېړنيز مرکز څېړونکي ډاکټر مارون واين بوم ويلي: «واک ترلاسه کول او په واک کې ګډون دوه جلا خبرې دي.»

د ډاکتر واين په وينا طالبان په روان نظام کې د ګډون پر ځای غواړي، چې د اوسني نظام بديل خپل نظام راولي.

د افغانستان د ملي امنيت پخواني سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا ويلي، که موږ هر څه ووايو، په افغانستان کې يو بدلون راروان دی، چې طالبان به واک ته ورسيږي.

د سياسي چارو بل کارپوه احمد سعيدي هم وايي، طالبان په واک کې ګډون نه، بلکې ټول واک غواړي او نورو ډلو ته به په خپله خوښه ځينې څوکۍ ورکړي.

د نيويارک سټي پوهنتون استاد جهانګير خټک وايي، طالبان له تېر اتلسو کلونو راهيسې جګړه کوي، يو ځانګړی نظر او سټراټيژي لري، هر څوک د هغوی له سټراټيژي سره اختلاف کولی شي، خو حقیقت دا دی، چې طالبان پر هغو موضوعاتو خبرې کوي، چې دوی پرې یقين لري، د همدې نظر لپاره يې دا اتلس کاله مبارزه کړې، څوک يې مني، که نه، خو د دې مبارزې اثرات به خامخا په افغانستان کې راښکاره کيږي.

د افغان چارو بل کارپوه ډاکټر حسين ياسا وايي، طالبانو تر دې وړاندې هم په ټينګار سره ويلي، چې له اوسني حکومت سره هېڅ ډول شراکت نه کوي.

ډاکټر پاسا وايي، که د ملګرو ملتونو یا نړيوالې ټولنې تر چتر لاندې کوم حکومت رامنځته کيږي، هغه به لنډمهالی وي او که طالبان واک ته رسيږي، د پاکستان په ګډون په ټوله سيمه به يې ځينې اثرات وي.

د ډاکټر ياسا په وينا که څه هم طالبانو بار بار ويلي، ټوله مبارزه يې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره ده او هېڅکله د نورو هېوادونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره به پاکستان او د سيمې نورو هېوادونو مذهبي ګوندونه او عنعنات يو ځل بيا وده کړي.

ډاکټر واين بوم وايي، که طالبان واک ته ورسېدل، دې سره پاکستان کې د مذهبي ګوندونو ودې او فعاليتونه زيات شي، چې ښايي پاکستان ته د منلو وړ نه وي، خو بله ګټه به يې دا وي، چې افغانستان کې د هند اثرات او فعاليتونه کمزوري شي.

د کارپوهانو په وينا د سولې له هوکړې وروسته واک ته د طالبانو د رسېدو ګټه به د امریکا سربېره پاکستان ته هم وي.

د ځواکونو په ويستلو به امریکا ميلياردونو ډالر سپما وکړي او په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې به هم د ټرمپ ادارې ته ګټه وکړي او پاکستان به له افغانستان سره په اوږده پوله له امنيتي پلوه ډاډه شي.

 

 

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
11 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،
طالیبان ټول واک باندی څه کوی؟حکومت کړل اسانه خبره نه ده.یو څو وزارتونه لکه.عدلیه وزارت، دګیرو او بریتونو کنترول وزارت د ورکړی.دا دوه وزارتونه یی بس دی.
نور وزارتونه چه ورکړی،دفترونه به یی په جیب کی ګرځوی.او د توتانو ونی لاندی به ویده پراته وی،

گل محمد نوری
میلمه
گل محمد نوری

که سوله وشي طالب مشران او جنګیالي به یې څه نقش ولري؟ د سولې د روانو هڅو په اړه په ټوله کې څو ډوله لیدلوري موجود دي: ـ وسله وال طالبان وایي دوی به بیا اسلامي امارت جوړوي او د دوی واکمني به له نسبي بدلونونو سره بیا راګرځي. ـ یو نظر دا دی، چې وسله وال طالبان به اساسي قانون او حکومت مني او کوم اساسي بدلون به نظام او قدرت کې نه راځي. ـ بل نظر دا دی، چې د وسله والو طالبانو د مشرانو په ګډون به یو مختلط حکومت جوړیږي. له دې سره ځینې د سولې… نور لوستل »

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

زما په اند چی یو عجز بنده یم د امرکیانو او د پاکیانو راتلونکی استرتیژی به دا وی چی افغانان به په واک ـ(هډوکی) په واسطه یو پربل وژنی تر هغه وخته پوری چی ښه سره ستڔی شی او بیا به د خپلی طبعی یو نظام اجادوی.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

شینواری صاحب ! ستاسی خبره به داسی ووایو چه د نړیوال کفر یا د نظم نوین جهانی نړیوال استعمار غوشتنه به دا وی (چه تاسی لیکلی بیاسمه ده ) چه افغانان به د روسانو له ماتی وروسته خپل منځی جنګو برخه لیک سره مخ کړی. مګر زما ارزونه بیا دا ده: چه که یو ځای کی د الودګی مخه نه وی نیول شوی وایروس او بکتریاوی طبیعی ده چه حمله کوی او هغه بدن له منځه وړی لا یی کمزوری کوی . د روسانو ضد جهاد کی د سنګر مجاهدینو قربانی په خپل ځای د قدر وړ دی مګر تش… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

که مونږ په رڼو سترګو وتيرو ۱۸ کلونو ته نظر واچوو او په سليم عقل سره پورتنی سرليک ته ځير شو او عدل او انصاف مراعات کړو نو خامخا به دا وايو چی : پدی ۱۸ کلو کی څوک شهيدان شول ، بنديخانی په چا ډکی شوی ، شپه او ورځ څوک د الوتکو تر څار لاندی وه ، د چا په سر توری کڅوڼی اغوستل کيدلی او بی عزتی ورسره کيدل ، هغه څوک وه چی د هيڅ الهی اود بشرتر قانون لاندی نه شميرل کيدل ، هغه کوم انسانان وه چی کله به چورلکی په آسمان کی د… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

طالبان کیچیری په حکومتداری پوهیدای نو د امارت په وخت کی به یی یو قوی حکومت جوړ کړای وه. دوی پر خپلو خلکو قوی حکومت درلود خو د افغانستان څخه دباندی د دوی هیڅ اهمیت نه وه. صرف پنجاب او د هغوی تمویل کونکو هغوی په رسمیت پیژندلی وه او بس. د امارت په وخت چیری چی ترهګر وه هغوی ټول افغانستان ته راټول کړی وه خدای د وکړی چی سړی شوی وی او دا ځلی داسی کار ونکړی.

مجاهد
میلمه
مجاهد

ځینی په ارګ او ځینی په پاڼو او رسنو کی د امستردام له فاحشه خانو خمار د خوب او خیال سندری وایی، د هغوی په تکراری او بی ګټو ګډوډو مونږ مسلمانان تردی زیات نور وخت نه ضایع کوو، واذا خاطبهم الجاهلون قالو سلاما. هر څوک د خپل بدمرغه او یا نیک مرغه فطرت له مخی شی او بدی خبری کوی د هر انسان په اوږو د شو او بدو کړنو د لیکلو دپاره ملایکی ناستی دی هر کس خلک تیرویستلی او خطا ایستلی شی مګر خدای نه شی خطا ایستلی. لنډه وایم چه طالبان افغانستان او نړی کی الهی… نور لوستل »

عبدالوا حد اڅګزۍ
میلمه
عبدالوا حد اڅګزۍ

خلک تاریخ ددی دپاره وایی چه ددنیادممالکوله تاریخی حکومتودکړنوڅخه ګټه اخلی اووفاداره وطن فرسته دخپل ملک دطرقۍ دپاره هغه قوانین اوطرزدحکومت غوره کوی -دافغانستان د۴۰کالوجهادیواسلامی انقلاب دۍدخارجی اوداخلی کفرپه مقابل کی اوداانقلاب عینی دخومینی دانقلاب سره مشابه دۍ که طالبانودخپل اول حکومت په دوره کی دایران دانقلاب طریقه غوره کړی وای نن به نهایته قوی اوپرځان متکی ملک وای ،اوس هم بایدطالبان په ټولوولایتواواولسوالیو کی مرکزی کمیټی ولری لکه دایران(خبرګان)سیاسی انتخابات باید مسلمانو او پوهوعالمانوته ورپریږدی اوددوی بیله موافقی هیڅوک ځان نسی انتخابولای مرکزی قدرت لکه دخومانه یی بایدداسلامی پوه لیډرپه قدرت کی وی چه صنعت ،ذراعت اوبجټ بایددپوهو خلکوله… نور لوستل »

ملا جانان
میلمه
ملا جانان

دا چي طالبان څه غواړي او څه نه غواړي هغه د دوئ او د دوئ د مشرانو کار دی. موږ تنها دومره پوهیږو چي امریکایان د خپلو ځواکونو د وتلو د پیل وړاندي طالبانو ته کابل ونه سپاري نو دا رواني خبري ټوله بې معنا دي.

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

بیانزی صیب ستاسی خبره درسته ده خو زه دا وایم چی افغانانو همیشه جگڔی گٺلی ولی د سیاست په ډکر کی بیا پاتی راغلی هغه ځکه چی د جگڔی ماهیت تحمیلی دی نو څرگنده خبره ده چی سوله به هم پر مونژ تپل کیږی. ما همیشه دا خبره کڔی ده چی د پردی کټ تر نیمو شپو وی یعنی د جگڔی بری به زمونژ وی ځکه چی ملت مو دا ثابته کڔی ده چی واقعی مجاهدین وه او دی ولی سیاسیون مو بیا تجاران وه او دی. د دغه معماء د حل لپاره باید ملت بیدار شی او هغه متل… نور لوستل »

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

بیانزی صیب تیلفون دی راته راولیږه.

غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دا پورته ټول کار پوهان ! خو فقط د نورو خبیثانو د ګټو د خوندی کولو په هکله ږغېدلی دی نه د افغانانو د ژورو او پراخو او ستراتژیکو ګټو په هکله.

Abdul-Rauf Alam
میلمه
Abdul-Rauf Alam

السلام وعلیکم مجاهد وروره!ستاسو لیکل شوی تبصره، له سره تر پایه،ټکی په ټکی زما دزړه خبری،هغه حقایق چې د ضمیر خاوندان پری پوهیږې،دا د هر بی ضمیر او پردې پال د وس کار نده.الله متعال دی په ګوتو او قلم برکات وراضافه ګړې.آمین