افغانستان

شهاب الدین دلاور: تمه لرو له امریکایانو سره روانې خبرې بریا ته ورسېږي / ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): د طالبانو دسیاسي دفتر او له امریکایي لوري سره د مذاکره کوونکي هیئت غړی « شیخ شهاب الدین دلاور» وايي، تمه لري له امریکایانو سره روانې خبرې یې بریالیتوب ته ورسېږي او د دواړو لورو تر منځ د نړیوالو شاهدانو په شتون کې پریکړه لیک لاسلیک شي.

دلاور چې د طالبانو له رسمي ادرس «الاماره» سره یې خبرې کولې، د خبریال ددې پوښتنې په جواب کې چې د روانو مذاکراتو بریالیتوب به کومې لاسته راوړنې ولري وویل « که روان مذاکرات بریالیتوب ته ورسېږي، له مخې به یې د امریکا او متحدینو ټول عسکر، قراردادیان او مشاورین له افغانستان څخه ووزي، اشغال به پای ته ورسېږي، د هیواد خپلواکي به اعاده او افغانستان به له یوې سرتاسري سولې برخمن شي».

نوموړي همدا راز د یوه برخه امریکايي عسکرو د وتلو او اوربند د اوازو په تړاو وویل « که چېرې له امریکايي لوري سره توافقنامه د نړیوالو شاهدانو په حضور کې لاسلیک کړل شي، ټول امریکايي او بهرني عسکر به د ټاکلي مهالوېش سره سم له افغانستان څخه وزي، تر هغه وروسته به بین الافغاني مذاکراتو ته لاره خلاصېږي او هلته به د مذاکراتو یوه مهمه اجنډا اوربند وي، که چېرې هلته توافق وشي، د اوربند تر څنګ به د افغانستان ټوله جګړه پای ته ورسېږي».4

دلاور ددې ترڅنګ یاده کړه، چې له هیڅ اسلامي اصل څخه تنازل نه کوي او په مذاکراتو کې له دقت څخه کار اخلي « موږ به په هیڅ صورت کې له هيڅ اسلامي اصل څخه تنازل ونکړو او نه مو هم کړي، موږ د هیواد له مشهورو، منل شویو او مجاهدو دیني علماوو سره وخت په وخت په دې برخه کې مشورې کوو، دهغوی د فتواوو په رڼا کې له مقابل لوري سره خبرې مطرح کوو او د همدې فتواوو په رڼا کې به له هغوی سره یوې فیصلې ته رسېږو».

نوموړي له کابل حکومت سره د مذاکراتو د ترسره کولو په برخه کې هم توضحیات ورکړل، له کابل ادارې سره د حکومت په حیث خبرې نه کول یې د «اسلامي امارت» پخوانی او اوسنی دريځ وباله اوزیاته یې کړه « له کابل ادارې سره د یو حکومت په حیث خبرې نه کوو، البته که د کابل ادارې کوم چارواکي په مذاکراتو کې ګډون کوي، هغوی به د یوه سیاسي جهت په حیث راځي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی.پښتین

جوړ تازه،
شهاب الدین دلاور ته،
دا چه هیواد کی له دینی عالمانو سره د سوله په باره کی وخت نا وخت مشوره کوی ،دا خو ښه کار دی،…
ایا تاسوته کوم عالیم داسی نه دی واییلی چه الله ج فرمایی،والصلح والخیر،سورت النسا
ایا کوم عالیم دا د رسول الله (ص)حدیث نه دی درته وییلی؟رسول الله (ص)فرمایی،
که چیری کعبه لوټی لوټی دړی وړی شی،
بیاهم د الله ج په وړاندی یی ارزښت د یو بی ګناه مسلمان څاڅکی وینه توییولو څخه کم دی،
نو دا جنګ کی څومره بی ګناه مسلمانان قتل شول؟

اجمل

پښتین صیب: ستاسو خبری طالبانو ته خوند نه ورنکوی ځکه چی په احادیثو باندی یی ثابته وی.

Ronagul Aryobsei

حضرت محمد(ص)فرمایلي دي چې:«مسلمان هغه دی چې دلاس او ژبې نه يې بل مسلمان ته زیان ونه رسیږي او موءمن هغه دی چې دخلکو ځان او مال ترې په امن کې وي.»[ترمذي، نسائې]

اجمل

د دی حدیث په اساس فکر نکوم چی په طالبانو او حکومتی کسانو کی به یو ### هم پیدا نشی، ځکه چی دوی دواړو خلکو ته ضرر ورسولای دی.

مجاهد

د کابل د غلامانو او بادارانو ویاند صاحب ته : زمونږ هیواد په نړیوال کلی کی یو کور دی، اجیر ویاند صاحب که د هغه کلی مافیه ستا د کور دننه مافیه سره په ګډه ستا کور اشغال او ستا د زمکی لاندی اوباندی زیرمی لوټ کوی، د کورنی غړی دی وژنی او میرمنی دی بی عفته کوی، ستا له کور ( هیواد ) یی د نشه توکوو د تولید او قاچاق نړیوال مارکیت جوړ کړی چه له امله یی په بیلونو ډالر تر لاسه او ستا د کور ( هیواد ) څلویشت لکه ځوانان ، بوډایان،نجونی، میرمنی او حتی… نور لوستل »

اجمل

د خبرو نتیجه به داسی وی چی سبا به تاسو ته خلګ وایی د امریکایانو بوډاګان او لاسپوځی. بهتره خبره خو داده چی خبری باید له ټول ولس سره شریکی شویوای خو اوس ګورو چی طالبان په خپل سر لګیا دی د امریکایانو سره خبری کوی. دوی فکر کوی چی دوی د ټول ولس نمایندګان خو پدی خبر ندی چی په ولس کی د ###په صفت شهرت لري. آیا دوی به داسی کار په خبرو کی تر سره کړی چی خپل له لاسه تللی حیثیت بیرته تر لاسه کړی او د خلکو زړونه په لاس راوړی؟

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x