نړۍ

يو بل ديني عالم او دعوتګر هم د سعودي په زندان کې وفات شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): په سعودي عربستان کې د بنديانو په اړه معلومات ورکوونکي ټويټ اکاونټ «معتقلي الرأي» وايي، يو بل ديني عالم او دعوتګر شيخ صالح عبدالعزيز الضميري د سختو شکنجو او طبي اسانتياوو نه شتون له امله د القصيم ولایت په زندان کې وفات شوی دی.

د راپورونو له مخې شيخ ضميري د زړه ناروغي درلوده، له ډېر وخته په انفرادي زندان کې پروت و او د مړينې اساسي لامل يې د طبي اسانتياوو نه شتون بلل شوی دی.

د سعودي حکومت تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د شيخ ضميري د مړينې خبر په داسې حال کې خپور شوی، چې د روان کال په جنوري مياشت کې د مدينې منورې پوهنتون د کلية القران  پخوانی رئيس شيخ احمد العماري هم د عصبي حملې له امله په زندان کې وفات شوی و، خو چارواکو د هغه د مړينې د لامل په اړه هم رسنيو ته څه نه و ويلي.

د دعوتګرو او فعالانو پر ضد د سعودي حکومت له تاوتريخوالي ډک چلند

د ۲۰۱۷ کال په سپتمبر مياشت کې سعودي چارواکو لسګونه ديني علماوو او فعالان نيولي، چې تر ټولو مهم يې شيخ سلمان العوده، عوض القرني او علي العمري دي.

ګڼ شمېر نړيوالو شخصيتونو او ټولنو بار بار د سعودي له حکومته د هغوی د خلاصون غوښتنه کړې ده.

تېره اونۍ هم د بشري حقونو نړيوالې ټولنې له سعودي غوښتي و، چې د سلمان العوده پر خلاف د اعدام پرېکړه لغوه کړي او هغه له زندانه ازاد کړي، خو د سعودي لويې څارنوالۍ د شيخ عوده، عوض القرني او علي العمري په ګډون د يو شمېر علماوو د اعدامولو پرېکړه تاييد کړې ده.

سعودي حکومت په دغه هېواد کې د ښځو موټر چلولو، موسيقي محفلونو، سينما او ورته نورو چارو ته پراخه ازادي ورکړې، خو په مقابل کې يې د ديني علماوو د نيولو او ځورولو چارې ګړندۍ کړي، هغه علماء هم نيسي، چې د حکومت د روانې تګلارې مخالفت کوي او يا يې هم تاييد نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x