
غني: ناټو غړي هېوادونه دې په ولسمشريزو ټاکنو کې مرسته وکړي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني د ناټو غړو هېوادونو څخه غوښتي، چې په ولسمشريزو ټاکنو کې مرسته وکړي.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني په ارګ کې د ناټو غړو هېوادونو له سفيرانو سره د ليدو پر مهال هغوی ته د سولې روانې پروسې په اړه معلومات ورکړل او په عين حال کې يې له ناټو غړو هېوادونو غوښتي، چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې مرسته وکړي.
خبرپاڼه زياتوي، چې د ناټو غړو هېوادونو سفيرانو اشرف غني سره په خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړ، چې د سولې په پروسه کې به هر ډول همکاري وکړي.
په خبرپاڼه کې دا نه دي ويل شوي، چې ناټو په ولسمشريزو ټاکنو کې د همکارۍ سينه ډبولې که نه.
داسې ښکاري، چې ناټو او نړيوالې ټولنې ته هم د ټاکنو پر ځای سوله اړينه ښکاري او له همدې امله د ناټو غړو هېوادونو سفيرانو د ګډ حکومت مشر ته په ټاکنو کې د مرستو پر ځای د سولې په چارو کې د مرستو وړانديز کړی دی.
د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ هم تېره ورځ د افغانستان سولې په تړاو يوې ناستې ته ویلي و، د سولې د روانې پروسې ملاتړ کوي او زياته کړې يې وه، چې امریکا سره په ګډه افغانستان ته راغلي او په ګډه به ورسره له دې ځايه ځي.
ع او غ او د کابل نور غلام چارواکی فاحشی، امریکا او د ناتو استعماری هیوادونه یی لونډان دی، خو دا لونډان د دی فاحشو سره د ساعت تیریو د پاره یواځی نه دی راغلی هغوی د دی هیواد د زمکی لاندی او باندی زیرمو لوټ کولو او نشه توکو تولید او قاچاق کولو د پاره چه به بیلونو دالر تر لاسه کړی راغلی وو په بیلونو ډالرو مصروفول یی د څو چنده نورو بیلونو ډالرو د لاسته راوړلو د پاره راغلی وو. د کابل غلامان ( فاحشی ) یی د خپلو ساعت تیریو او دغو ګټو ترلاسه کولو د… نور لوستل »
د دی بيحياو سريان د پټيدو ندی .
داسی بل هيواد به هم وی چی د خپلو ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نورو هيوادو مرسته وغواړی ؟
که پر بيشرفه غنی هر بد نوم کښيږدو ورسره ښايی ، خو افسوس پر هغو چی د د سره پر يوه لاره رهی دی ، لا افسوس پر هغو چی نه يی ګټه ور رسيږی او نه تاوان خو دا د مفسيدنو ، فاسقينو ، منافقينو ، غلو ، فاحشو ،….، او د بی دينو غلام مشرغنی ښه ورته ښکاری .
واه شيطان رجيمه عجيبه زينت دی ورکړی .