افغانستان

کابل: د تلویزون کارکوونکو په موټر چاودنې «۵» تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۳ زمری ۱۳۹۸ل): د کابل ولایت په پنځلسمې امنیتي حوزې پورې اړوند سیمه کې د «خورشید» خصوصي تلویزون د کارکوونکو په موټر چاودنې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «نصرت رحیمي» په دې تړاو رسنیو ته ویلي « نن تر غرمې وروسته ۵ بجې او ۳۰ دقیقې د کابل په پنځم سرک نومي سیمه کې د خورشید تلویزون د کارکوونکو په وړونکي موټر پورې نښلول شوي مقناطیسي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې ۱ لاروی او د موټر چلوونکی وژل شوي او درې تنه نور ټپيان دي».

د رحیمي په خبره، موټر چلوونکی د خورشید تلویزون پورې اړوند نه دی خو د ټپيانو له ډلې درې یې د خورشید تلویزون کارکوونکي دي.

یاده دې وي، چې تر دې دمه د برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

په تلویزیون پوری مو جهاد خلاصه شوه کله د طولوع کسان ګیره وای او کله هم د خورشید امریکایانو سره خو سوله ده خو کله کله تصادفی هغوی هم په ګیر کی راځی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x