ټکنالوژي

انسټاګرام له ناڅاپي تخنيکي ستونزو سره مخ شوی

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۱۳ زمری، ۱۳۹۸ل): د ټولنيزو رسنيو مشهوره پاڼه انسټاګرام په ناڅاپي ډول يو وار بيا د کاروونکو پرمخ بنده شوې ده.
د «انډيپینډنټ» ورځپاڼه ليکي چې د فيسبوک تر ملکيت لاندې پاڼه

انسټاګرام په ناڅاپي ډول له تخنيکي ستونزو سره مخ شوې او کاروونکي نشي کولای خپل عکسونه پاڼې او سټوري ته پورته کړي.

په تېرو دريو اوونيو کې دا دويم خو په تېر يو کال کې په بېلا بېلو وختونو شاوخوا يوولس ځل د فيسبوک تر ملکيت لاندې پاڼو (انسټاګرام، واټساپ، ميسنجر او فيسبوک) په ناڅاپي ډول کار پريښی دی.

د يادې ستونزې په اړه په زرګونو کسانو پر ټويټر پاڼه شکايت کړی، دوی وايي چې انسټاګرام په عمومي ډول کار کوي خو عکس يا سټوري ته عکس پورته کول او يا هم د تبصرې پرمهال ستونزه کوي.

دغه ستونزه په انګلستان، امريکا او ځينې نورو هېوادونو کې په ناڅاپي ډول رامنځته شوې ده.

یاده دې وي چې د فيسبوک پر مشر مارک زوکربرګ د امريکا محکمې لخوا يو شمېر تورونه پورې شوي دي، چې له کبله يې فيسبوک، واټساپ او انسټاګرام په بېلا بېلو وختونو کې له تخنيکي ستونزو سره مخ شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x