سمیع یوسفزی په قطر کې

طالبانو د قطر مذاکراتو په اړه د یوه خبریال خبرې رد او د هغه دنده یې شکمنه وبلله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل):په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين د یوه خبریال هغه اوازې رد کړي، چې په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانو خبرو پر مهال ځينې پاکستاني جنرالان هم قطر ته تللي دي.

ښاغلي شاهين په خپل ټويټر پيغام کې دغه راپورونه په ټينګه رد کړي او وايي، چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ په روانو خبرو کې يوازې د کوربه هېواد استازي ګډون لري او له دې پرته د هېڅ هېواد چارواکي د دې ناستې ګډونوال نه دي.

نوموړي له خبريالانو غوښتي، چې په خبر خپرولو کې له دقته کار واخلي او په وينا يې داسې بې اساسه راپورونه خپرول د خبريالانو او رسنيو باور ته زيان رسوي او حيثيت يې نور هم شکمن کيږي.

باید وویل شي چي د سمیع یوسفزي په نامه د امریکا ډیلی بیسټ خبریال چې اوس مهال په قطر کې دی ، د طالبانو او امریکایانو تر منځ یې د مذاکراتو په اړه د امریکا غږ سره په یوه مرکه کې دغه خبره وکړه.

د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د نوموړي خبریال هدف او دنده شکمنه وبلل او د هغه خبرې يې په کلکه رد کړې.

طالبانو په تکراري توګه ويلي، ټوله مبارزه يې د افغانستان د خپلواکۍ او اسلامي نظام د قايمولو لپاره ده او ټينګار يې کړی، چې په خپلو داخلي چارو کې هيچا ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.

سهيل شاهين دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اتم پړاو دوهمه ورځ هم پر يو شمېر مهمو مسائلو خبرې شوي او نن درېيمه ورځ به هم دغه خبرې دوام وکړي.

د قطر خبرو سرچينې وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرو کې پرمختګونه شوي، دواړه غاړې د بهرنيو پوځيانو په وتلو سلا شوي، خو د مهالوېش په اړه لا هم اختلافات شته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د خبريالۍ په کار کي دغسي رډ او تخريبوونکي درواغ لوی خيانت دی، الله دي دغسي کسانو ته هدايت وکړي.

پتنګ
میلمه
پتنګ

له نیمه خلقي ، نیمه افغان ملتي او غربي دیمو کرات نه څه ګیله هغوی نه خور پیژني او نه مور !! لا نت پر دې فاسدینو

استاد اريوبى
میلمه
استاد اريوبى

د مشرانو زغم د منلو وړ دى ، کنه دغه خبريالان د خبريالۍ پر اصولو روان نه دي بايد د دوى دندې ملغى يا خپل ځان سم کړي