شعـــــرونه

غزل؛ پيرمحمد کاروان

پيرمحمد کاروان

پیر د مناجاتو را لېږلي له هراته
لیکي یې مُرید په زعفرانو غزل تاته

غواړم چې معلم شم د طوطیانو ماشومانو
خوله زما خوږه کړه د سخي بابا نباته

موسک یې کړه خندان یې کړه ګلونه درته غوږ دي
لوند زما په اوښکو یې د مینې مناجاته

یه سپینې کوترې یو پیغام د سولې یوسه
رپ کې د دوو سترګو ځه له خوسته آن تر سواته

جام د خرابات را چې لفظونه مې دي تږي
پیر د خراباتو خراباته خراباته

دا یو زړګَکَی خو مې په شنه رڼا بدل کړه
یه د ځمکې نُوره نُوره نُورِ سماواته

مخکې ترې کاروانه دا د کوم جنت سرود و
شات شیدې شراب یې ګوره و غورځول شاته

۱۲ اسد ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x