نړۍ

کراچي: دجماعت اسلامي پخواني کونسلر جنید زاهدي له تښتوني وروسته وژل شویدي

jamat_islami_killed_member(نن ټکی اسیا اپریل ۲۰۱۱/۱۷) پاکستان: له کراچي څخه په رارسیدلي خبرکي راغلیدي چي دکراچي ښاردګلشن اقبال دسیمي پخواني ناظم جنید زاهدی نامالومو ویره اچونکو له لوري تښتول شوی وو، چی تیره ورځ یی مړی موندل شوی دي. په کراچي کي دجماعت اسلامي دګوند ویاند رسنیو ته ویلی دي چي جنید زاهدي دګوند یو تکړه غړي اودګلشن اقبال پخواني کونسلر وو، چي دخالي په ورځ په کراچي کي دعزیزبټي له سیمي څخه نامالومو وسلوالو تیښتولی وو، چی نن سهاریی کلشن اقبال ته څیرمه سعدي بازار کي مړي پیدا شوی دي دنوموړي وژنه دجماعت اسلامي دګوند مشرانو په سختو ټکو غندلیدي، د خداي پښلي جنید زاهدي دجنازي لمونځ به نن دماپښین له لمانځه څخه وروسته په بیت المکرم مسجد کي دجماعت اسلامي دګوند دامیر سیدمنور حسن په امامت سره اداکړل شی.

بخت الرحمن بخت………………..نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x