نړۍ

مصر کې د ترافيکي پېښې او چاودنې له امله ۴۵ کسانو مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل): د قطر پلازمينې قاهره کې د څلورو موټرو د ټکر په پایله کې چاودنه شوې، چې له امله يې ۱۷ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپيان دي.

د مصر د کورنيو چارو وزارت وايي، پېښه د قاهرې جنوب کې پر کورنيش النيل سړک شوې ده.

د چارواکو په وينا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو موټر په غلط لاس روان وه او له مخالف لوري درې راتلونکو موټرو سره يې ټکر وکړ.

خو امنيتي سرچينو رسنيو ته ويلي، دوی د پېښې پلټنې پيل کړي او داسې ګومانونه شته، چې موټر چلوونکي په قصدي توګه دا کار کړی وي، چې د لسګونو خلکو د مرګ ژوبلې لامل شو.

د مصر لوی څارنوال نبيل صادق د پېښې په تړاو د څېړنو امر کړی دی.

د مصر د روغتيا وزيرې هاله زايد ويلي، داسې اندېښنه شته، چې د مړو او ټپيانو شمېر نور هم زيات شي او کېدای شي ځينې کسان د نيل رود ته هم غورځېدلي وي.

دا پېښه د قاهرې په جنوب کې د سرطان روغتون مخته شوې، چې له امله يې د روغتون سربېره ګڼو ودانيو ته زیانونه اوښتي او سيمه کې د ترافيکو په تګ راتګ هم بنديز لګول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x