افغانستان

کندهار: د طالبانو ملګرو پولیسو خپل ۱۴ تنه ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل): د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې له طالبانو سره لاس لرونکو پولیسو خپل ۱۴ تنه ملګري وژلي او ګڼ شمېر مهمات یې طالبانو ته وروړي.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» په دې تړاو په خپل ټويټر لیکي «نن سهار د کندهار شاولیکوټ ولسوالۍ د تور کوتل په سیمه کې نفوذي مجاهدینو په ۲پوستو کې۱۴ تنه عسکر قتل کړل او ۹ میله وسلې یې له ځان سره راوړې».

https://twitter.com/QMYAhmadi1/status/1158011060089233408?s=20

بل لور ته د کندهار ولایت د پولیسو ویاند «عبدالبشیر خاکسار»  یاده پېښه تائیدوي؛ خو په خبره یې، جګړه د پولیسو د دوو قوماندانو تر منځ له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې.

د خاکسار له قوله، سیمې ته یې د پېښې د څېړلو لپاره ټیم لېږلی او ژر به یې پایلې شریکې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

دا نو تر ټولو ناځوانمردانه عمل دی نه جهاد چی ورسره جمع هم وکړی، ډوډی هم په یوه دسترخوان ورسره وخوری او بیا یی ووژنی. دی ته وایی نمک حرامی.

مجاهد

ړوند او کوڼ خو نه یی ، زمونږ هیواد اشغال شوی مامورینو ، عسکرو ، پولیسو او ملیشو ته اشغلګر د اشغلګرو دګټو د پاره معاشونه ورکوی، نو مخکی له مخکی هغوی د غریبی او ناپوهی له کچی شکته کړی چه د اشغال په ځای د خپلو معاشونه د پاره خپل مظلوم اولس ووژنی .
ځینی چه یی پکی پوهه ترلاسه کړی د هماغه ټوپک شپیلی یی په مخ راګرځوی او جهنم ته یی استوی . دانمک حرامی نه بلکه نمک حلالی ده نمک حرامی د اشغلګرو سره مرسته ده

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x