نړۍ

پاکستان: هند د افغانستان سولې پروسې د ويجاړولو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل): د پاکستان د ملي امنيت شورا پر هند تور لګولی، چې د افغانستان سولې روانې پروسې د ويجاړولو هڅه کوي او نه غواړي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې خبرې بريا ته ورسيږي.

پاکستاني چارواکو دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د هند او پاکستان ګډې پولې ته څېرمه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پيدا شوي تاوتريخوالي پر مهال پنځه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.

هند اعلان کړی، چې په کشمير کې د هندوانو مذهبي مراسمو د امنيت ټينګولو په موخه يې هلته زرګونه پوځيان لېږلي دي.

پاکستان وايي، دوی ټوله توجه د افغانستان سولې په اړه روانو خبرو ته کړې، په دغسې حالت کې هند غواړي، پاکستان له کشمير سره په ګډه پوله بوخت وساتي او د افغانستان سولې روانه پروسه له ګډوډۍ سره مخ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د هند او پاکستان حکومتونه دواړه د يوه انګرېزي آس دوه غوږونه دي او دواړه د پښتنو سره دښمني پالي. دواړه زموږ په ګران هيواد کي پټي او ښکاره لاسوهني کوي او ګماشته ګان لري. دوی دواړه په افغانستان کي د خپلواک اسلامي نظام له راتلو او ټينګېدو څخه سخت په خرخښه کي دي. د هند ځيني غټ ګوډاګيان کله کله د سولي په اړه په ظاهره د خواخوږۍ، خو په اصل کي تخريبي تبصرې هم کوي. طلبای کرام بايد دواړو او د هغو ايجنټانو ته په ټينګه متوجه وي.

Ahmed

پاکستانه
ده ازادی اتلانو ته شه ور معلوم ئ
په مونږ ستا او ده هند چندانه فرق نسته
دواړه خودغرضه مکار او زمونږ په شر کی خپل خېر لټونکی ېاست

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x