نړۍ کې له شکر ناروغۍ څخه په هره دقیقه کې «۳» کسان معیوب کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د شکر ناروغۍ نړیوال پوهان وایي چې د شکر ناروغۍ څخه په نړۍ کې په هره یوه دقیقه کې درې ناروغان د پيچلتیاو یا له دې څخه رامنځته کېدونکي ټپونو له کبله معیوب کیږي.

افغانستان کې هر کال ۱.۵ ملیونه ناورغان د شکر له کبله مري او اوسمهال تر ۳ ملیونه زیات کسان پر دغه ناروغۍ اخته دي، د شکر ناروغي په چټک ډول خپریږي او یو شمېر لاملونه لري، چې له کبله یې زرګونه ناروغان د سترګو له نظر او د پښو څخه محرومیږي.

شکر د پښتورګو له منځه تلو، د زړه حملې، دماغي سکتې او اندامونو کمزورتیا ستر لامل دی.

پوهان زیاتوي چې د شکر ناروغۍ په مخنیوي او غوره تدواۍ کې باید جدي پاملرنه وشي او په دې هکله په هر هېواد کې ځانګړي کلینیکونه پرانیستل شي، په دې سره به زرګونه کسان له معیوب کیدو وژغورل شي.

د نړیوالې روغتیایي سازمان سروی له مخې د شکر ناورغي په نړۍ کې یو له زیاتو خپریدونکو څخه ده چې اوسمهال تر «۴۲۵» ملیونه کسان چې عمرونه یې له ۴۰ کلنۍ تر ۵۹ کلنۍ دي پر دغې ناروغۍ اخته دي او د غوره تداوۍ نه موندلو له کبله هر کال شاوخوا «۵» ملیونه د شکر ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د شکر ناروغۍ ځینې نښې تنده، سردردي، جنسي ناتواني او داسې نورې دي.

ځینې لاملونه یې د سګریټ څکول، د وزن زیاتوالی، ورزش نه کول، زیاته غوښه او چربي خوړل دي.

ددې د مخنیوي لپاره غوره درملنه، په دوامداره توګه ورزش، د وزن کموالی، درې وخته د ورځې ښه خواړه یعنې سبزیجات او تازه میوه او سګریټ نه څکول دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د