نړۍ

دي نيشن ورځپاڼه: د طالبانو او امریکا له هوکړې وروسته ډونلډ ټرمپ افغانستان ته ځي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل): د پاکستان «دي نېشن» ورځپاڼې د افغانستان سولې پروسې او همدارنګه د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې خبرو ته کتنه کړې ده.

ورځپاڼه وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو کې بې ساري پرمختګونه شوي او ښايي تر راتلونکي سپتمبر مياشت پورې د سولې تړون لاسليک شي.

دي نيشن ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د سرچينو په حواله ليکلي، ولسمشر ډونلډ ټرمپ هوډ کړی، چې د سولې هوکړې له لاسليکېدو وروسته افغانستان ته لاړ شي.

ورځپاڼې زياته کړې، که ولسمشر ټرمپ کابل ته سفر وکړي، پاکستاني چارواکي به د دوه اړخيزو اړيکو د غښتلي کولو په موخه هغه ته د اسلام اباد د سفر بلنه هم ورکړي.

سپينې ماڼۍ تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

دي نيشن ورځپاڼې دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د افغانستان اتلس کلنې کشالې د پای ته رسولو په موخه امریکا له طالبانو سره د سولې خبرو اتم پړاو پيل کړی دی.

طالبان او امریکا دواړه وايي، په دغو خبرو کې بې ساري پرمختګونه شوي، اتيا يا نوي سلنه مسائل حل شوي او پر پاتې مسائلو خبرې روانې دي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د يوه لوړپوړي امریکايي چارواکي له قوله ليکلي، چې پاتې شل فیصده خبرې له کړاوونو ډکې دي او ښايي حل کول يې وخت ونیسي.

د طالبانو د سياسي دفتر مرستيال او مذاکراتي ټيم غړي مولوي عبدالسلام حنفي او د مذاکراتي ټيم بل غړي شيخ شهاب الدين دلاور په خپلو وروستيو څرګندونو کې هيله ښکاره کړې، چې د روانو مذاکراتو له لارې به امریکا سره هوکړې ته ورسيږي او د تړون له لاسليکولو وروسته به ټول امریکايي عسکر له افغانستانه وځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x