نظــر

که له سولې مخکې ټاکنې وشي څه به کيږي؟

داود وردګ

په داسې حال کې چې ټول ملت د سولې په هکله راتلونکي ته خوشبين دی.

مګر يوازې ښاغلي غني او ټيم يې له سولې مخکې پر انتخاباتو اصرار کوي.

له امريکايي يرغل وروسته چې کومې ټاکنې تر سره شوې ، ټول پر دې اتفاق دې چې يو وار هم شفافې نه وي بلکې له درغليو ډکې وي ، نو د راتلونکو ټاکنو په هکله هم په پوره ډاډ سره ويلی شو چې له درغليو او ستونزو به ډکې وي.

او دا چې ښاغلی غني او حاکم ټيم يې د حکومت له امکاناتو څخه په استفاده کولی شي چې ځان په ټاکنو کې بريالی اعلان کړي.

د افغانستان لنډ تاریخ ته په کتو سره هيڅ حاکم (پرته له حامد کرزي) په خپله خوښه واک نه دی پريښی ، او نه يې يې د خپل واک د ساتلو لپاره د زرهاوو هيوادوالو د وژلو پروا لرلې.

اوس هم که ټاکنې تر سره شي لاندې پايلې به ولري:

1/ ښاغلی غني به کوښښ وکړي چې د سولې پروسه تر پنځو نورو کلونو پورې په ټپه ودروي.

2/ د سولې د پروسې په ټپ دريدو معنی به دا وي چې زموږ زرګونه هيوادوال د دې تپل شوې جګړې قرباني شي.

3/د امريکايي ځواکونو د وتلو وروسته شايد نور هيوادونه ميدان ته راودانګي او هدف به يې هم په هيواد کې د جګړې دوام وي ځکه چې د دوی ګټې به په جګړه کې وي.

4/د سولې د نه برياليتوب په صورت کې به طالبان کوښښ وکړي چې کابل ته په زور ننوزي او که په دې کې بريالي شول بيا به هم موږ د يوه افغان شموله حکومت څخه بي برخې شو ، او په لسګونو زره هيوادوال به مو کډوالی ته مجبور شي.

5/ که چېرته طالبان وتوانيږي چې په يوازې توګه په زور کابل ته ننوزي شايد له نړيوالو سره د اړيکو په جوړولو کې ستونزې ولري چې دا خپله د پرمختګ مخه نيسي.

6/د غني د برياليتوب سره شايد ځيني با نفوذه او قومي شخصيتونه د کابل په وړاندې وسله پورته کړې ، استاد عطامحمد په يوه تلويزوني مرکه کې همدغسې احتمال ته اشاره وکړه.

7/د هيواد اقتصادي حالت به نور هم له رکود سره مخامخ شي ځکه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته ښاغلی غني به مجبور وي چې د جګړې مصارف له کورنيو عوايدو څخه پوره کړي او دا به د نورو زيربنايي پروژو او نورو ټولنيزو چارو د ارتقاء مخه ونيسي او د بيکارۍ کچه به لوړه شي ، او د جګړې اقتصاد به نوره هم وده وکړي.

8/دا چې سخت دريزې ډلې هر وخت په هيوادونو کې د استقرار د نه شتون څخه په استفاده خپلې هڅې ګړندۍ کوي او د ودې لاملونه ورته مهيا کېږي نو داعش به لا وده وکړي او شايد په يوه جدي ستونزه بدل شي.

9/ که چېرته د سولې په هکله له اوسني وضعيت څخه پوره گټه پورته نشي او د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته هم جګړه دوام وکړي امکان لري چې دا غمځپلې جګړه تر لسګونو کلونو پورې نوره هم دوام وکړي ، او ګاونډی هيوادونه او نړيوال به خپل رقابتونه او سيالۍ دلته سره پالي.

10/ او د سولې په نه شتون کې د جګړې په دوام کې دا هم کيدای شي چې افغانستان د نړيوالو له لوري په يوه قرنطين هيواد واوړي ځکه چې نړيوال به مايوسه شي او يو محاصره شوی هيواد به يو ځل بيا د نړۍ د وسله والو پر ډګر واوړي .

11/ خدای مکړه که داسې يو حالت رامنځته ته شي نو د هغه اتلس کلنې لاسته راوړنې چې موږ يې د ساتلو چيغو وهو له خاورو سره خاورې شي ، نه به مو اوردو پاتي وي نه به نظام پاتي وي ، او د نوييمو کلونو خواته مو تګ حتمي دی.

دا چې ښاغلي غني د سولې په هکله ګړندي ګامونه نه دې پورته کړي ، نه يې په دې هکله د ملي اجماع په رامنځته کولو کې کوښښ کړی ، او نه يې د نورو سره په مشوره يو قوي مذاکراتي ټيم رامنځته کړی بلکه د خليلزاد د راتلو او د فشار پر اساس د ټيم اعلان وشي خو هر کله چي هغه لاړ شي دا ټيم هم ورسره ورک شي.

په کليو او بانډو باندې بمبار او جګړييز حالت لا سختول ، او جګړه مار عناصر ځان ته رانږدې کول د دې څرګندويي کوي چې ښاغلی غني اقلا د سولې اوسنۍ پروژه باندې باور نه لري او ورته ژمن نه دی ، او د يوه پنځه کلن جګړييز پلان پر جوړولو بوخت دی.

خو دا چې څومره به بريالی شي دا بيا د نړيوالو او خاصتا د امريکا تر صداقت او د افغانانو تر زيرکتيا او خطرونو ته تر متوجه کيدلو پوره اړه لري.

والسلام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فايز افغان

هو دا هم کيدای شي چې ځيني هغه هيوادونه چې د سياسي اسلام څخه ويره لري د طالب د تجربې د ناکامولو لپاره د امريکا له وتلو وروسته د غني پلوی وکړي چې جګړه به لا نوره توده شي.

ملا جانان

یو سازنده په ډک محفل کي پر سټیج ناست وو، ناببره باد یې په نس کي وښوریدی. د شاګرد څخه یې پټ په غوږ کي وپوښتل چي که اوس په دا ډک محفل کي باد راڅخه پرې سي نو څه به وسي؟ شاګرد ښه ډیر چورت وواهه، بیا یې جواب ورکړ چي نه پوهیږم. اوس هم وروره د یوه بې مورده او نا پکار عمل نتیجه به څه کیږي؟ دا رښتیا هم یو خورا سخت سوال دی چي سقراط او افلاطون به یې هم د جواب ویلو څخه ډډه وکړي

مجاهد

اسلام د الله ج له خوا انتخاب شوی ، سپیڅلی او جامع کلیمه ده مهمنی معنی ګانی بکی نغشتی تر ټولوو مهمه او لویه معنی ګانی یی د الله ج اوامرو اطاعت یا تسلیمی ( الهی نظام یا سیاست ) چه په الهی عدالت به مټ ټولو ته سوله او هوساینه اعاده او ډالۍ کوی.
یعنی سوله او سیاست د اسلام نومونه دی ، اسلام یو اسلام دی سوله، سیاست هوساینه او داسی نور نهادونه بکی نغشتی دی

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x