نړۍ

هند د کشمیر نیمه خپلواکي لغوه اعلان کړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل): د هند حکومت د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د کشمیر ځانګړې خودمختاري لغوه اعلان کړه.

د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه نن پارلمان ته وویل چې ولسمشر هغه فرمان صادر کړی دی چې له مخې يې د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده چې کشمیر ته ځانګړې خودمختاري ورکوي لغوه کړې.

د هند د اساسي قانون د ۳۵مې مادې له مخې عام هندیان نشي کولای چې په کشمیر کې دایمي اووسیږي، ځمکې واخلي، سیمه‌ییزې حکومتي وظیفې وکړي او یا هم تعلیمي بورسونه واخلي.

خو د ولسمشر فرمان د کشمیر دغه حیثیت لغوه کړی او تر دې وروسته هر هندی کولای شي چې کشمیر کې ځمکې واخلي او هلته دایمي اووسیږي.

د پېښو څارونکي وايي چې د هند حکومت په پام کې لري څو د کشمیر چې اکثریت یې مسلمانان دي د هندوانو په وروستلو سره د هغه ځای ډیموګرافي تغییر کړي.

د ولسمشر فرمان له مخې تر دې وروسته به جمو او کشمیر د هند مرکزي حکومت له خوا اداره کیږي او ایالتي حیثیت به یې ختمیږي.

د هند حکومت د تېرې ورځې راهیسې په جمو او کشمیر کې انترنیت او مبایل استعمال بند کړی و او زرګونه پوځيان يې کشمیر ته لیږلي وو.

د هند اساسي قانون ۳۷۰ ماده څه ده؟

جمو او کشمیر اوسیدونکو او ګوندونو تر دې وړاندې د ۳۷۰مې مادې د لغوه کولو هڅې په دغه لانجمنه سیمه کې د اوسیدونکو ۷ میلیونه کسانو خلاف تیری ګڼلی و.

د ۱۹۴۷ز کال د اګست په میاشت کې مهارجه هري سنګ د هند حکومت سره د یوځای کیدو معاهده وکړه او په اساسي قانون کې د هند خودمختارۍ په اړه د یوې مادې غوښتنه وکړه. هغه مهال ۳۷۰ ماده د هند اساسي قانون ته داخله شوه.

وروسته په ۱۹۵۲ز کال کې د ډهلي موافقې له مخې کشمیري اتباعو ته د هندي تابعیت ورکړه ومنل شوه.

همدا راز د ۳۷۰مې مادې سره سم په ۱۹۵۴ز کال کې اساسي قانون ۳۵مه ماده تعدیل شوه چې له مخې يې د کشمیر سیمه‌ییزې مقننې ته د دې واک ورکړل شو چې د کشمیر دایمي اوسیدونکي تعریف کړي.

د ۳۷۰مې مادې له مخې کشمیر ته خودمختاري ورکړل شوې وه، دوی خپل اساسي قانون، بیرغ او د دفاع، بهرنیو چارو او ارتباطاتو پرته په ټولو چارو کې خپلواکي درلودله.

اوس د یادې مادې د لغوه کیدو وروسته به د هند ټول اساسي قانون په کشمیر تطبیقیږي او ایالتي حکومت څخه به د دې واک واخیستل شي چې د اساسي قانون کومه ماده به په کشمیر تطبیقیږي.

البته د دغې مادې د لغوه کولو لپاره د کشمیر د ایالتي حکومت رضا په کار ده چې نه ده اخیستل شوې او د قانونپوهانو په باور د هند د حکومت دغه اقدام غیرقانوني دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x