ورزش

پر زمبابوې کرېکټ بنديز؛ افغان لوبډله هم له ستونزو سره مخ کړې

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۸ل): د زمبابوې کرېکټ بورډ بشپړ غړيتوب د تيرې جولايي مياشتې په وروستيو کې د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا په کرېکټ بورډ کې د فساد او سیاسي مداخلې له کبله ځنډولی دی.

په دې لړ کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې د بنګلديش او زمبابوې په شمول په ستمبر مياشت کې درې اړخيزه شل اوريزو سيريز درلود چې د زمبابوې بنديز له کبله به اوس دغه سيريز د بنګلديش او فغانستان ترمنځ دوه اړخيزه ترسره کيږي.

دغه ډول د زمبابوې او افغانستان لوبډلو ترمنځ په روانې اګست مياشت کې يو ټيسټ، پنځه يو ورځنۍ او درې شل اوريزو سياليو سيريز د زمبابوې په کوربه توب ترسره کېدونکی و چې د بنديز له کبله دغه سيريز هم ځنډيدلی دی.

دغه سيالۍ لومړی په اپريل مياشت کې ترسره کېدونکې وې چې د ځينې ستونزو له کبله له وخت وړانډې په مارچ مياشت کې لغوه اعلان شوې او وروسته يې اګست مياشت وټاکل شوه.

افغان لوبډلې په ۲۰۱۹م نړيوال جام کې ګډون درلود چې يوازې له يوې تمريناتي سيالۍ پرته يې په ټولو لوبو کې ماتې وخوړه، يادو ماتو افغان لوبډلې ته قوي ضربه ورسوله او په نړيواله درجه بندۍ کې يې له ۶۷ څخه نمرې ۵۹ ته راښکته شوې.

د زمبابوې، ايرلينډ او بنګلديش لوبډلو پر وړاندې افغان لوبډله غوره ثابتيدلای شي چې له کبله يې خپل بایللی حالت هم ګټلی شي خو د زمبابوې بنديز افغان لوبډلې ته هم ستونزې موندلې دي.

د کرېکټ نړيوالې شورا د ۲۰۱۹م کال په جولايي مياشت کې په زمبابوې کرېکټ بورډ کې د سياسي مداخلې او فساد له کبله مالي مرسته او کلنۍ بوديجه بنده اعلان کړه، دا لومړی وار و چې نړيوالې شورا د بشپړ غړيتوب لرونکې لوبډله له بنديز سره مخ کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x