
پاکستان د هند له خوا د کشمیر نیمهخپلواکۍ لغوه کول غندلي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، زمري ۱۴مه ۱۳۹۸ل): پاکستان د هند له خوا اداره کیدونکې کشمیر ته د ځانګړي درجې اړوند د اساسي قانون مادې لغوه کوله غندلي دي.
د هند حکومت نن د ولسمشریز فرمان له لارې د ۳۷۰مې مادې د لغوه کولو اعلان وکړ چې له مخې یې د کشمیر نیمه خپلواکي هم لغوه شوه او د هند اساسي قانون به تر دې وروسته په پوره ډول هلته تطبیقیږي.
د هند کورنیو چارو وزیر امیت شاه نن پارلمان ته وویل چې ولسمشر هغه فرمان صادر کړی دی چې له مخې يې د اساسي قانون ۳۷۰مه ماده چې کشمیر ته ځانګړې خودمختاري ورکوي لغوه کړې.
د هند د اساسي قانون د ۳۵مې مادې له مخې عام هندیان نشي کولای چې په کشمیر کې دایمي اووسیږي، ځمکې واخلي، سیمهییزې حکومتي وظیفې وکړي او یا هم تعلیمي بورسونه واخلي.
خو د ولسمشر فرمان د کشمیر دغه حیثیت لغوه کړی او تر دې وروسته هر هندی کولای شي چې کشمیر کې ځمکې واخلي او هلته دایمي اووسیږي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هند دغه اقدام غندلی او ویلي یې دي چې کشمیر په نړیواله کچه لانجمنه سیمه ده او هېڅ یو هیواد نشي کولای چې په یو اړخیز ډول د هغې حیثیت تغییر کړي.
پاکستان ویلي چې دوی به د دغه غیرقانوني عمل خلاف ټول شوني ګامونه پورته کړي.
د هند اساسي قانون ۳۷۰ ماده څه ده؟
جمو او کشمیر اوسیدونکو او ګوندونو تر دې وړاندې د ۳۷۰مې مادې د لغوه کولو هڅې په دغه لانجمنه سیمه کې د اوسیدونکو ۷ میلیونه کسانو خلاف تیری ګڼلی و.
د ۱۹۴۷ز کال د اګست په میاشت کې مهارجه هري سنګ د هند حکومت سره د یوځای کیدو معاهده وکړه او په اساسي قانون کې د هند خودمختارۍ په اړه د یوې مادې غوښتنه وکړه. هغه مهال ۳۷۰ ماده د هند اساسي قانون ته داخله شوه.
وروسته په ۱۹۵۲ز کال کې د ډهلي موافقې له مخې کشمیري اتباعو ته د هندي تابعیت ورکړه ومنل شوه.
همدا راز د ۳۷۰مې مادې سره سم په ۱۹۵۴ز کال کې اساسي قانون ۳۵مه ماده تعدیل شوه چې له مخې يې د کشمیر سیمهییزې مقننې ته د دې واک ورکړل شو چې د کشمیر دایمي اوسیدونکي تعریف کړي.
د ۳۷۰مې مادې له مخې کشمیر ته خودمختاري ورکړل شوې وه، دوی خپل اساسي قانون، بیرغ او د دفاع، بهرنیو چارو او ارتباطاتو پرته په ټولو چارو کې خپلواکي درلودله.
اوس د یادې مادې د لغوه کیدو وروسته به د هند ټول اساسي قانون په کشمیر تطبیقیږي او ایالتي حکومت څخه به د دې واک واخیستل شي چې د اساسي قانون کومه ماده به په کشمیر تطبیقیږي.
البته د دغې مادې د لغوه کولو لپاره د کشمیر د ایالتي حکومت رضا په کار ده چې نه ده اخیستل شوې او د قانونپوهانو په باور د هند د حکومت دغه اقدام غیرقانوني دی.