افغانستان

جوزجان کې ۲۵ ځانګړو ځواکونو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل): د جوزجان ولايت چارواکي وايي، د فارياب-جوزجان پر لويه لاره د طالبانو په بريد کې د ځانګړو ځواکونو يوولس عسکر وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د جوزجان والي لطف الله عزيزي رسنيو سره په خبرو کې وژل شوي عسکر ځانګړي ځواکونه او د ملي امنيت غړي بللي دي.

طالبانو ويلي، جوزجان کې يې ۲۵ عسکرو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې يې د پوځ يوه قرارګاه نيولې، ۱۹ پوليس او اربکيان يې وژلي او ۶ يې ټپيان کړي دي.

حکومتي چارواکي وايي، په جوزجان کې د طالبانو پرمختګونه په زياتېدو دي.

په جوزجان ولايت کې د دولتي عسکرو د هماهنګي د مرکز مرستيال محمد ظاهر ويلي، جوزجان ولايت لپاره د طالبانو د والي مولوي سنت په مشرۍ له ۱۰۰۰ زيات طالبان د حکومت پر ضد جګړه کوي.

محمد ظاهر زياته کړې، د دغه ولايت خماب او قوش تيپه ولسوالۍ د طالبانو په کنټرول کې دي او نور هم د پرمختګونو په حال کې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x