نړۍ

سناتور ګراهام: له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځيانو وتل به تېروتنه وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل): د امریکا جمهوري پلوه سناتور ليندسي ګراهام له افغانستانه د ټولو امریکايي پوځيانو له وتلو سره مخالفت ښودلی او وايي، که ټول امریکايي پوځيان له افغانستانه ووځي، امریکا به يو ځل بيا د داعش ډلې له ګواښونو سره مخ شي.

سناتور ګراهام په ډېرو چارو کې د ولسمشر ټرمپ پلوي کوي، خو له افغانستانه د پوځيانو ويستلو په اړه يې په يوه لنډ پيغام کې ويلي، له افغانستانه د امریکايي پوځيانو ويستل به تېروتنه وي او دا به هم د پخواني ولسمشر بارک اوباما د هغې پرېکړې په څېر وي، چې له عراقه يې ټول پوځيان وويستل.

سناتور ګراهام زياتوي، چې له عراقه د امریکايي پوځيانو د ويستلو په اړه بارک اوباما تېروتنه وکړه او عراق کې يو ځل بيا د داعش په څېر نړيوالې ترهګرې ډلې راپيدا شوې.

خو ډېری کارپوهان او د امریکا استخبارات د سناتور ګراهام له دريځ سره مخالف دي.

د نړيوالو او جهادي ډلو د چارو څارونکي يونس برهان نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته په يوه مقاله کې ليکلي و، په افغانستان کې د داعش پر ضد تر ټولو زياته جګړه طالبانو کړې او په هلمند، فراه، جوزجان، لغمان او نورو سیمو کې يې د داعش ټغر ورټول کړی دی.

نيويارک ټايمز د امریکايي استخباراتو له قوله هم ليکلي، چې داعش ډله اوس د افغانستان په لږه برخه کې کمزوری فعاليت لري او نشي کولی، چې له هغه ځایه امریکا او نورو هېوادونو ته ګواښونه پېښ کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x