د طالبانو او امریکا خبرې اترې؛ ارشیف

اتم مذاکراتي پړاو … هیلې او اندیښنې !

عبدالرحیم ‎(ثاقب) لیکوال او سیاسي شنونکی

نن دريمه ورځ ده چې د قطر هیواد په پلازمینې دوحه کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ په اتم مذاکراتي پړاو خبرې روانې او دا موضوع د نړیوالو رسنیو د خبرو د سر ټکی دی.

لیکوال او سياسي شنونکی عبدالرحیم (ثاقب)

د مذاکراتي بهیر په تیر یوه کلن بهیر کې دا پړاو د زماني توقیت له مخې تر ټولو مهم او حساس پړاو دی.
ځکه په دې پړاو کې طرفین هڅه کوي هغه څه تر لاسه کړي ،کوم چې یې د تیر یوه کال په (۷) پړاوونو کې ورباندې چڼې وهلې دي.

خبره پر څه روانه ده؟

که څه هم چې تر اوسه پوري د اتم مذاکراتي پړاو جزئیات خپله د مذاکراتي لوریو ( طالبانو ــ خلیلزاد) لخوا له رسنیو سره نه دي شریک شوي خو هغه څه چې رسنیو ته یې لاره کړې هغه دا چې په دې پړاو کې به له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو د مهال ویش خبره نهايي او همدا راز به په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې د امریکا په ضرر نه کارول کیږي.

په دې کار سره به امریکایان بالآخره د هغه ترخه غوړپ تیرولو ته مجبوریږي کوم چې یې له تیرو اتلسو کلونو راهیسي ځان تري پیچه.

دا چې دا پړاو نهایت حساس او وروستۍ پریکړه یې دنړیوالو رسنیو د توجه وړ ده ممکن امریکایان بیاهم په هغه کې پر طالبانو باندې د خپلو غوښتنو د منلو له وجي هغه د تیرو پړاوونو په څیر وځنډوي ، خو دا ځنډ به یې بي ګټې وي.

ځکه د اتم پړاو له پیلیدو سره هم مهاله خپله ټرمپ، د هغه د بهرنیو چارو وزیر او همدا راز ، زلمي خلیلزاد په مکرر ډول ویلي چې امریکایان نور له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو وتلو ته تیاری نیسي.

د هغوی دا تیاری د دوئ د رضایت له مخې نه ؛ بلکې نور د افغانستان وضعیت او شرائط هغوی ته د دې اجازه نه ورکوي چې یوه لحظه په افغانستان کې وځنډیږي او دا واقعیت هغوي د یوه ترخه واقعیت په حیث پرځان منلی دی.

ولي د مهال ویش په اعلانولو کې تعلل؟!

امریکايي لوری له سپینې ماڼۍ نیولې تر سي ،آی ،اي ، پنټاګان ، بهرنیو چارو وزارت او حتی کانګریس پوري دې پایلې ته رسیدلي چې په افغانستان کې مزید پاتي کیدل به یې په حتمي ډول له هغه برخلیک سره مخ کوي له کوم سره چې پخوانی شوروی اتحاد د افغان جهاد په پایله کې مخامخ شو، ځکه نو هغوی نور له افغانستان څخه په وتلو کې بیړه کوي.

خو دا چې د هغوي دا بیړه په مطابقي او التزامي دلالت په افغانستان کې د هغوی د ناکامي په معنی ده نو ځکه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د خروج په مهال ویش کې ځان کنجوي.

امریکا چې په نړیواله کچه لومړي سترځواک او وسلوال پوځ یې د نړۍ په سطحه لومړی مقام لري، دا ورته ډیره سخته ده چې په افغانستان غوندي یوه جګړه ځپلي هیواد کې ماتي خوري ؛ ځکه نو په یوه او بله خبره ځان اخته کوي تر څو د ځان لپاره د اوړو پوزې جوړ ولو پلمه پیدا کړي.

د لسو ملیونو افغانانو وژلو ګواښ

امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر اتم مذاکراتي پړاو وړاندې دوه ځله دا باټه وویشته چې دی کولای شي د افغانستان لانجه په یوه اونۍ کې هواره کړي ، خو دا کار به د لسوملیونو افغانانو د وژلو په قیمت تمامیږي.
د ټرمپ دا ګواښ د هغه د سلګونو اپلتو په څیر له دې پرته چې د خلګو د خندا او مسخرې لامل وګرځي نوره یې ورته هیڅ ګټه و نه کړه.

د حمزه بن لادن د وژلو شائعه

دا چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د یوې فاجعې په څیر پر هغوی ډیره درنه تمامیږي نو امریکایان غواړې دا خبره په مطبوعاتي لحاظ داسې پیکه کړي چې د خلګو پاموړ ونه ګرځیږي.
همدا وجه ده هغوی کوښښ کوي په مطبوعاتي لحاظ کومه بله داسې خبره پیدا کړي چې له افغانستان څخه د خپلو وتلو خبره ورکې پټه کړي.

په همدې اساس هغوی څلور ورځې وړاندې د القاعده تنظیم د مشر اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن د وژلو ګونګه خبره رسنیزه کړه.

ښايي تر دې وروسته هم هغوی هڅه وکړي بله هم کومه داسې خبره مطبوعاتو ته را وړاندې کړي چې کم ترکمه له افغانستان څخه د خپلو وتلو خبره ورباندې کم رنګه کړي.

یوه تاریخي هوکړه

که امریکایان هرڅومره د دې لویې پیښې د پیکه کولو کوښښ کوي خو که په اتم مذاکراتي پړاو کې طالبان له امریکایانو سره د هغوی د وتلو پر سر د مهال ویش اعلانولو توافق ته ورسیږي دا به د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه او یوه تاریخې پریکړه وي چې تر سره کیږي، داسې پریکړه چې په ترڅ کې به یې د اشغال خاتمه او د تحمیلې جګړې پایته رسیدل هم تضمین وي ، ان شاء الله.

که خدای وکړي چې د شرائطو په برابریدو سره د همدې تاریخي هوکړي نهايي مرحله د هیواد په داخل کې تر سره شي دا به د ټول افغان ولس لپاره یو ستره تاریخي کارنامه وي.

یو تاریخي مسؤلیت

د امریکایانو د وتلو مهال ویش که له یوې خوا د طالبانو لپاره لویه لاسته راوړنه ، خو له بلې خوا د طالبانو لپاره یو تاریخي مسؤلیت هم دی چې تر دې وروسته به په هیواد کې د راتلونکو محتملو ستونزو او مشکلاتو مسؤلیت مستقیما د دوی پر غاړه وي.

له خدای تعالی ورته په دغه ستر تاریخي مسؤلیت کې داسې بریاغواړو لکه چې په خپل فضل او نصرت سره یې د نړۍ په یوه تر ټولو جابر او مستکبر ځواک ورته هیښوونکې بریا ور نصیب وکړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

جوړ تازه،په خیر،
هیلی اندیښنی یقینا ډیری دی،ځکه چه سوله مسایل ټول په پردی لاس کی دی،یعنی سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده.
پښتانه متل کوی چه په پردی لاس د مار هم مړ مه شه،
نو اندیښنه پکار ده،ځکه چه پاکستان د سوله سودا وکړه،خو اوس یی قیمت نور هم اوچتوی،
پاکستان وایی چه د افغانستان امنیت ،د کشمیر سره تړلی دی.
بل خو زموږ سیاسیون په رڼو سترګو خپلو بادارانو(پاکستان،امریکا)ته ګوری خو د خولی څخه یی د بادارانو مقابل کی لفظ هم نه ووځی،
طالیبان پاکستان ته وایی، جی سر
دولت امریکا ته وایی. یس سر.
دا ټولی د اندیښنی خبری دی،

جميل
میلمه
جميل

خيرونه مو په نصيب سه ثاقب صاحب
الهی(ج) تا د دی رنځيدلی ، کړيدلی او د غيرتی ولس پر موئمنو او سرسپارلو طالبانو ډيييره پيرزوينه کړی چی ډيييره د شکر اداينه غواړی .
الهی(ج) دوی ستا د لاری مخلص مجاهدين دی ، تاته هرڅه آسانه دی ، ستا په کرم او سخاوت سره نوره پيرزوينه هم پر وکړی او تر آخری منزله يی پخير او سعادت سره ورسيی . امين يا رب العالمين

اجمل
میلمه
اجمل

سوله د کرزی خبره د امریکایانو او پاکستان په لاس کی ده نه د طالبانو په لاس کی. همدا نن د پاکستان سفیر په کابل وویل چی پاکستان په طالبانو نفوذ لری دا پاکستان دی چی طالبان به سولی ته وهڅه وی. هغه دا هم وویل چی پاکستان د قطر په دفتر باندی هم څه نا څه نفوذ لری پدی معنی که پاکستان ونغواړی سوله موله نشته. داسی یی خبره وښوده چی طالبان د مشرف په خبره د هغوی کسان دی او ممکن چی پدی کی شک هم نوی. هغه دا هم وویل چی طالبان به د آګیست په ۱۳… نور لوستل »