خلیلزاد له طالبانو سره په مذاکراتو کې له رغنده پرمختګ وروسته ډیلي ته روان شو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل):د طالب او امریکایي استازو تر منځ د اتم پړاو خبرو له منځه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» د نړیوالې اجماع د رغولو په موخه نوي ډیلي ته ولاړ.

زلمي خلیلزاد په همدې تړاو په خپل ټویټر لیکلي « په کابل کې له رغنده پرمختګ وروسته مې وروستۍ څو ورځې دلته دوحه کې تېرې کړې، موږ د هوکړې په پاتې جزئیاتو باندې بحث او په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ وکړ څو له شرایطو سره سم د عسکرو وتلو ته زمینه برابره کړي ».

د خلیلزاد په خبره، نوموړی به د نړیوالې اجماع د پراخولو په موخه له وړاندې پلان شویو لیدنو لپاره ډیلي ته ولاړ شي؛ خو ټیم به یې له طالبانو سره خبرې روانې ساتي « زما ټیم او طالبان به د تخنیکي مسایلو په جزئیاتو باندې بحث ته دوام ورکړي او په هغه ګامونو او میکانېزم به وغږېږي چې د هغه څلور ټکي لرونکي توافق  کوم چې زما له ټاکل کېدو راپدیخوا ورباندې کار کوو؛  وروستي کېدو ته لاره پرانېزي».

خلیلزاد داسې مهال د قطر د خبرو له منځه د ډیلي په سفر روان شو، چې د پاکستان ملي امنیت شورا هند د افغان سولې د پروسې په سبوتاژ تورن کړی.

د پاکستان د ملي امنیت شورا په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، په داسې حال کې چې پاکستان خپل ټول پام د افغانستان د سولې پروسې ته اړولی، هند غواړي له دې حالت ګټه واخلي او پاکستان له کشمیر سره په پوله بوخت وساتي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Basetkhan
میلمه
Basetkhan

دامکارفریب ګر لکسي بیاکونه کاږي هسي یوه پلمه ځانته لټوي

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

د خلیلزاد ( ګود ښیطان ) او امریکا څو مخیو ته چه ګورم چه د سهار او ماشام خبره یی سره یوه نه ده، حتی له هیوادو سره شوی تړونونه ماتوی او نوی دشمینی ورسره پیلوی . د قطر خبرو ته ډیر خوشبین نه یم ، که څه کیږی هغه به هم د الله ج ځانګړی رحم او د امریکا اخری ناکامی او ماتی وی چه جبرا به یی ایستلو ته مجبور کړی وی . د بل مخی که د طالب مجاهدینو ، تقوی او بوهی ته ګورم چه له امله یی الله ج تل بی مرستو نه پریږدی امریکا… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

حیرانوونکی!!!!!!!!!!!!!!!۱ وایی باران په تالاشا وشو او خره یی د راموړو یووړل امریکا افغانستان اشغال کړی، افغانان یی نه منی . اسانه خبره ده بی له قیده و شرط او د هغه تاوان له تادیه کولو وروسته چه زمونږ هیوادوال یی وژلی او زمونږ هیواد یی په کندواله اړولی، زمونږ د زمکی لاندی او باندی زیرمی یی لوټ کړی او زمونږ په میلونو خلک یی په نشه توکو روږد کړی، زمونږ هیواد پریږدی . نو روس ، چین او هند مداخلو ته څه اړه ده مګر هغه چه دواړه اړخونه یی د تضمین او شاهدی د پاره ومنی او بلنه… نور لوستل »