ورزش

د نړيوال ټيسټ چمپين شپ په لومړۍ سيالۍ کې استراليا بريالۍ شوه

نن ټکی اسيا (دوشنبه، ۱۴ زمری،۱۳۹۸ل): د نړيوال ټيسټ چمپين شپ سيالۍ چې اوونۍ وړاندې د استراليا او انګلستان لوبډلو ترمنځ له «اشيز» سياليو څخه پېل شوې، په لومړۍ لوبه کې استراليا انګلستان د «۲۵۱» منډو په ستر توپير مات کړ.

د کرېکټ نړيوالې شورا لخوا اوونۍ وړاندې د ټيسټ نړيواله اتلولي پېل شوه چې پېل يې له اشيز سيريز څخه وشو، دغه سيالۍ د استراليا او انګلستان لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي.

د اګست په لومړۍ نېټه د استراليا او انګلستان لوبډلو ترمنځ د اسيز سياليو په لړ کې لومړۍ ټيسټ لوبه پېل شوه چې استراليا لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، او په پېل کې له سختو ستونزو سره مخ شوه، خو سټيو سميت په زړه پورې توپوهنه نندارې ته وړاندې کړه او استراليا يې تر «۲۸۴» منډو ورسوله.

په ځواب کې د انګلستان لوبډلې د «روري برنز» سليزې په مرسته «۳۷۴» منډې جوړې کړې، دوی پر استراليا د ۹۰ منډو وړانډې والی وموند خو استراليا يو وار بيا د سټيو سميت او ميتيو ويډ په سليزو د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو «۴۸۷» منډې جوړې کړې او انګلستان ته يې د «۳۹۸» منډو هدف وټاکه.

انګلستان لوبډلې د بشپړې ورځې په درلودلو سره ونکړای شول ټاکلی هدف بشپړ کړي خو بالعکس ټوله لوبډله يې د ۱۴۶ منډو په جوړولو وسوځېده، د استراليا لخوا نيتن لاين ۶ او پيټ کمينز ۴ ويکټې واخيستې.

سټيو سميت په دوه سليزو وهلو سره د يادې سيالۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو، نوموړی د نړۍ دويم لوبغاړی شو چې په دواړو پاڼيو کې له ۱۴۰ پورته منډې جوړوي، دا ډول نوموړی اوسمهال تر ټولو غوره اوسط هم لري‌. سټيو سميت له ۱۶ مياشتو وروسته خپله لومړۍ ټيسټ سيالۍ ترسره کړه.

د يادونی ده چې د کرېکټ نړيوالې شورا د جولايي مياشتې په ۲۸مه نېټه د ټيسټ چمپين شپ سياليو اعلان وکړ، په دې لړ کې به له افغانستان پرته ۹ لوبډلې ګډون کوي او ۲ کاله وروسته به دوه مخکښ لوبډلې پايلوبه ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x