افغانستان

حکومت: د دوحې په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۴ زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت د طالب او امریکايي استازو تر منځ  روانو مذاکراتو ته خوشبیني ښودلې او په دې برخه کې يې د ستر پرمختګ خبر ورکړی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت احمدي» وايي « د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې روانې خبرې په ښه توګه روانې دي، چې له پای ته رسېدو وروسته به یې بین الافغاني مذاکرات پیلېږي».

احمدي زیاته کړه، تمه ده د بین الافغاني مذاکراتو له پای ته رسېدو سره سم افغانستان د یوې سرتاسري سولې څښتن شي.

د طالب او امریکايي استازو تر منځ اتم پړاو مذاکرات چې له تېرو دریو ورځو راپدېخوا د قطر په پلازمېنه دوحه کې روان دي، دواړه لوري ترې خوښ ښکاري او په دې برخه کې د رغنده پرمختګ خبر ورکوي.

زلمي خلیلزاد شېبه وړاندې په خپل ټویټر ولیکل، له طالبانو سره یې د هوکړې په جزئیاتو خبرې ښې روانې دي، دوام به پیدا کوي او تمه ده د څلور ټکي لرونکي توافق لاسلیک ته لاره هواره کړي.

بل لورته طالبان هم له یادو خبرو خوښ ښکاري، خو اوس هم په خپل پخواني دريځ محکم ولاړ دي، ددوی له قوله، له امریکايي لوري سره د مذاکراتو تر وروستي کېدو وروسته به بین الافغاني مذاکرات پیلېږي او حکومت به یوازې د یوه سیاسي جهت په حیث ګډون پکې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

پوشتنه :

د حکومت د اصلی او منلی تعریف له مخی ( چه باید د خلکو له خوا او د خلکو د امن ، سولی او هوساینی د پاره وکارول شی ) د اشغګرو غلامی اداری ته ولی د حکومت نوم اخلی ایا دا د حکومت نوم ته توهین نه دی او د عوامو په سترګو کی د خاوری شیندل نه دی، په بل عبارت د اشغالګرو غلامی اداری ته حکومت ویل لکه نارینه ته چه ښځه او ښځی ته چه نارینه وویل شی

جميل

عجيبه ده ، دوی هم خوښ دی چی د اسلامی امارت مذاکرات د امريکی سره ښه روان دی . دوی چی پيژندل کيږی هم نه چی له کومی لوری دی پدی بين الافغانی مذاکراتو کی د اسلامی امارت څخه څه ترلاسه کول غواړی ، خو که امريکايانو څو غوړی ورکړيوی هغه د هغو کار دی ، هغوی خو يی هر وخت ورکوی ، هغو دا اتلس کاله ورکړی اوس بيخی سره وشليدل نور څه پکښی پاته ندی ، د محترم همت صاحب خبره اوس يی نو بيخی پکښی ايښی دی . پدی رزيلو غلامانو کی داسی خلګ هم سته چی… نور لوستل »

Adam Khan

WAKHTA BIA RASHA YAW BATORA AFGHAN WAZEGAWA
YA KHO MULLA OMER AW YA AHMAD KHAN WAZEGAWA
CHE NANG PA WATAN WAKRI DASI YAW ZWAN WAZEGAWA
YA KHO MERWAIS YA KHO KHOSHAL KHAN WAZEGAWA

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x