ټولنیزه برخه

په دعوت کې حکمت او نرمي

حامد افغان

ابو الفرج الشِّيرازي (وفاة: 486 هـ) رحمه الله، اصلاً د شیراز و او وروسته دمشق کې مېشت شو، د حنابله و ستر امام او د خپل وخت شیخ الاسلام او ستر واعظ و. دی چې کله دمشق ته ولاړ، هلته یې یو لوی باغ په کرایه ونیو، دې باغ ته به له ښاره ګڼ شمېر بېلاري او بې سوره خلک ورتلل او هلته به یې مېلې چرچې، شرابونه او کبابونه وهل.

کله چې شیخ الاسلام الشیرازي خپل باغ ته ورغی نو دا بېلاري او فاسق خلک یې ولیدل چې ډلې ډلې راروان دي، شرابونه او ښځې ورسره دي او په ګڼو بېلاریو بوخت دي. بله ورځ چې دی باغ ته راغی بیا هماغه حال و، په دریمه ورځ هم هماغه خلک ډلې ډلې راغلل. کله چې ماسپښین شو شیخ الاسلام ورته پورته شو ول اې خلکو! دا باغ ما په کرایه نیولی، تاسو دلته هر وخت راتلئ شئ، خو یواځې دومره به کوئ چې لمونځ به راسره کوئ، هلئ پورته شئ، اودسونه وکړئ چې د ماسپښین لمونځ وکړو.

خلکو اودسونه وکړل، امام الشیرازي ورته مخته شو او ښه اوږد لمونځ یې ورکړ، له لمانځه وروسته ان ترمازدیګره په ذکر بوخت پاتي شو، په دې توګه د مازدیګر او ماښام لمنځونه وشول، ځیني کمزوري خلک منعه شول چې هغه ډېر کم وو. او نور اکثره له شیخ الاسلام سره په لمنځونو، اذکارو او وعظ اوریدلو بوخت پاتي شول. چې وروسته دې باغ ته هیڅ بېلاري خلک نه راتلل. شیخ الاسلام وایي: په لومړۍ میاشت کې مې زر کسان ملګري شول. صب الخمول للامام یوسف بن حسن الدمشقي (وفاة: ۹۰۹هـ) ص ۳۷

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ، الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی لیکنی په همدغه اسلامی حکمت تکیه لری زه دی اولین کس جذب کړی او مینه کی لیوال کړی یم مننه

محمد خالد

هوالله
دغسی دعوت چی ددین پتنگان (طالبان)غوره کری ده چی دتوپک له خولی سره دعوت کوی فکر کوم چی ددعوت پای ته منتظر شو
وهی چپه ی کری بس

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x