افغانستان

د قطر مذاکرات: د مهالوېش په اړه اختلافات ختم؛ دواړه لوري په ميکانيزم کار کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د قطر پلازمېن دوحه کې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو څارونکي وايي، د داړو غاړو ترمنځ په خبرو کې پرمختګونه شوي، د بهرنيو پوځيانو د وتلو په مهالوېش او امریکا ته د ضمانت ورکولو په اړه اختلافات حل شوي او د دواړو لوريو تخنيکي ټيمونه اوس د هوکړې په ميکانيزم کار کوي.

سرچينې د طالبانو د مرکچي ټيم په حواله ويلي، په دغه هوکړه کې بايد چين او روسيه هم د شاهدانو او ضمانت کوونکو په توګه حاضر وي او له هوکړې وروسته بايد ټول بهرني پوځيان، سلاکاران او قراداديان له افغانستانه ووځي.

د اتم پړاو خبرو پر مهال د افغانستان سولې لپاره د امريکا خاص استازی زلمی خلیلزاد تېره شپه نوي ډيلي ته روان شو او له طالبانو سره روانې خبرې يې له لاسته راوړنو ډکې بللي دي.

هغه په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، تېره اوونۍ په کابل او ورپسې په دوحه کې وروستۍ خبرې له لاسته راوړنو ډکې وې، زه د نړيوالې اجماع او همکارۍ د ترلاسه کولو په موخه هند ته روان شوم، خو زما او طالبانو تخنيکي ټيمونه به خپلو چارو ته دوام ورکړي.

طالبان او امریکا خوشبينه دي، چې دغه هوکړه به له لوی اختر مخکې لاسليک او اعلان شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

الحمد لله، ډېر د شکر او خوشالۍ ځای دی.
داسي ښکاري چي پر باطل او باطل پالو باندي د حق احقاق ته څو د ګوتو په شمار ورځي پاته دي.
الهي د حق او د افغانستان د مومن ولس مرکچي پلاوي ته په دې د خپلواکي د بيرته اخيستلو او ګټلو په مذاکراتو کي لا ډېر موفقيتونه ورپه برخه کړې!

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x