ډيل سټين له ټيسټ سياليو سره مخه ښه وکړه

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د سويلي افريقا لوبډلې تکړه چټک توپ اچونکي «ډيل سټين» له نړيوال ټيسټ سياليو سره مخه ښه اعلان کړه.

ډيل سټين د ټيسټ سياليو يو له غوره توپ اچونکو څخه و، نوموړی د ټيسټ کرېکټ لومړی توپ اچونکی و چی په کم اکانومي ريټ سره يې له ۲۰۰ زياتې ويکټې اخيستي.

همدا راز ډيل سټين د سويلي افريقا لومړی لوبغاړی دی چې په ۹۳ ټيسټ سياليو کې يې زياتې «۴۳۹» ويکټې اخيستې دي. نوموړی دا ډول تر ۲۶۴ ورځو پورې په نړيوال رينکينګ کې په لومړي مقام هم پاتې شوی دی.

پرون د دوشنبې په ورځ د اګست په پنځمه نېټه ډيل سټين په پښو کې د ټپونو اوږديدو له کبله بالاخره استعفا ورکولو ته اړ شو، نوموړي وويل: «زه له داسې فارمیټ لوبو سره مخه ښه کوم چې تر ټولو راته خوښ دی، زما په نظر ټيسټ لوبه د کرېکټ اصلي مخ دی، په دې کې لوبغاړی ذهني، بدني او احساساتي معاینه کيږي».

سټين زياتوي چې «د ټپونو له کبله له لوبې لرې وم چې زما لپاره دردوونکي وه خو له دې اوس زياته دردوونکې دا ده چې ددې فارميټ سياليو سره په بشپړ ډول مخه ښه کوم او بيا به زه ټيسټ لوبه ونکړم»، خو نوموړی وايي چې د يو ورځنيو او شل اوريزو سياليو ته به دوام ورکوي.

د يادونې ده چې ډيل سټين له تيرې اوږدې مودې راهيسې په پښه کې د ټپونو له کبله ځوريده، په دې لړ کې له نړيوال جام څخه هم بهر شو چې بالاخره يې ټيسټ سياليو سره مخه ښه اعلان کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د