
ملګري ملتونه: هند او پاکستان دې د تاوتريخوالي په اړه له زغم څخه کار واخلي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوتريس له هند او پاکستان څخه په ټينګه غوښتي، چې د پيدا شوي تاوتريخوالي په اړه له زغم او حوصلې کار واخلي.
تېره ورځ د هند حکومت د کشمير د نيمه خپلواکۍ ځانګړي حيثيت ختمولو اعلان وکړ.
له دغې پرېکړې وروسته په کشمير کې حالات ترينګلي دي، هند سيمې ته زرګونه پوځيان لېږلي، هلته يې د هند د مخالفو ګوندونو مشران نظر بند کړي او يا يې نيولي او د خلکو په غونډو يې هم بنديزونه لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند سټيفن ډوجيرک په نيويارک کې خبريالانو ته ويلي، کنټرول کرښې ته څېرمه هند او پاکستان خپل پوځيان ځای پر ځای کړي، د تاوتريخوالي د زياتېدو اندېښنه شته او ملګرو ملتونو سيمې ته خپل څارونکي لېږلي دي.
سټيفن ډوجيرک په خپلو څرګندونو کې له دواړو هېوادونو غوښتي، چې له زغم څخه کار واخلي او د جګړې د پېښېدو مخه ونيسي.
د جرمني غبرګون
جرمني رسنۍ وايي، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير خپل هندي سيال ته د ټيليفوني خبرو پر مهال ويلي، چې د جمو کشمير له خلکو او سياسي ګوندونو سره دې خبرې وکړي.
د جرمني د بهرنيو چارو وزارت وياند ماريا اډبارا په برلن کې يوې خبري غونډې ته وويل، د مسلمان اکثريت اوسېدونکو ايالت کشمير د ۱۹۴۷ د قانون راهيسې نيمه خپلواک ايالت دی، چې په خپلو پرېکړو او د قوانينو په تصويب کې پوره واک لري او هند بايد دې قانون ته درناوی وکړي.
د بشري حقونو د ټولنې غبرګون
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ټولنې په خپل غبرګون کې ويلي، د کشمير له خلکو او سياسي ګوندونو سره له سلامشورې پرته د هند دا پرېکړه له کشميريانو سره ظلم دی او هند بايد خپله پرېکړه بېرته واخلي.
د امریکا غبرګون
امریکا هم له هندي حکومت څخه غوښتي، چې جمو کشمير کې د بشري حقونو درناوی وکړي او د خلکو پر ضد له تاوتريخوالي لاس واخلي.
پاکستان هم د هند دغه پرېکړه غندلې، دا يې د سيمې امنيت او ثبات پر وړاندې دښمني بللې او نن د پاکستان ملي شورا په دې اړه بېړنۍ غونډه رابلې ده.
خو هند وايي، د کشمير د نيمه خپلواکۍ ځانګړی حیثیت ختمول د دوی داخلي موضوع ده او په دې اړه به يوازې په خپله پرېکړه کوي.