امریکا د کشمیر شخړه له نږدې څاري

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې هند له پاکستان سره په پوله تر خپل کنټرول لاندې د کشمیر سیمې «نیمه خپلواکي» لغوه  او له ځايي اوسېدونکو یې یو شمېر حقوق واخستل؛ امریکا وايي، د کشمیر شخړه له نږدې څاري او هیله لري په دې برخه کې له زغم کار واخستل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه لیکي « موږ په کشمیر کې د خلګو د بندي کولو له امله اندېښمن یو ، هیله لرو د خلګو لومړینو حقوقو ته بشپړ احترام وشي او  له اغېزمنې ټولنې سره له خبرو کار واخستل شي، موږ له ټولو ګوندونو هیله لرو چې د کنټرول لاین د سولې، ثبات او ارامۍ لپاره لاس په کار شي».

د کشمیر د کنټرول لاین دواړو خواو ته وضعیت وروسته له هغه ترینګلی شو، کله چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر ته لس زره هندي فوځیان ولېږل او له پولې د ور اوښتو پاکستاني فوځیانو د وژنې دعوه یې وکړه.

د پاکستان ملي امنیت شورا د کشمیر پېښه د افغانستان له سولې سره وتړله او هند یې تورن کړ چې د طالبانو او امریکا د مذاکراتو ناکامۍ ته په هیله دی.

ملي امنیت شورا زیاته کړه «په داسې حال کې چې پاکستان خپل ټول پام د افغانستان سولې ته اړولی، هند غواړي دوی په کشمیر کې د افغان سولې له همکارۍ لیرې وساتي.»

په ورته وخت کې، د افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» چې له طالبانو سره د اتم پړاو مذاکراتو مېز ته ناست وو، د خبرو له منځه د ډیلي په سفر وخوځېد.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د