اشرف غني: د سولې حدود به د ښځو له لوري مشخص کېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت مشر « اشرف غني» په خپلو کمپایني غونډو کې مېرمنو ته په حکومت کې د غوښنې برخې د ورکولو د وعدې تر څنګ له هغوی سره ژمنه کړې چې د سولې د حدودو د تعین واک به ورته سپاري.

اشرف غني چې په کابل کې یې د سلګونو مېرمنو یوې ناستې ته خبرې کولې وویل « د سولې د حدودو د تعین واک به ښځو ته وسپارل شي او د سولې په هیڅ ډول تړون کې به ددوی په حقوقو او لاسته راوړنو معامله نه کېږي».

غني ژمنه وکړه، که بریالی شو ښځو ته به په حکومت کې غوښنه برخه ورکوي او د ملي امنیت شورا له جوړښت سره موازي به د ښځو لپاره هم شورا جوړوي.

د ګډ حکومت مشر داسې مهال د بریا په صورت کې ښځو ته په حکومت کې د غوښنې برخې ورکولو ژمنه کوي، چې څه موده وړاندې نوموړي ته نږدې لوړپوړي چارواکي د ښځو په جنسي ځورونه او د دندې په بدل کې له مېرمنو څخه په جنسي رشوت اخستلو تورن شول.

ګډ حکومت که څه هم د یادو ادعاوو د څېړلو لپاره د ځانګړي سکرتریت د جوړولو ژمنه وکړه، خو تر دې دمه په دې تړاو هیڅ کوم پرمختګ نه دی رسنیز شوی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

د همدغه اشرف غني د واک په دوره کي د ښځو عفت او حيثيت ته ډېره بده صدمه ورسېده. په بهر کي د فوټبالرو نجونو د جنسي زوروني افتضاح او په خپله د اشرف غني په حضور (ارګ) کي د ارګوالو د جنسي سړېدو په بدل کي د ښځو ډول ډول ټاکني داسي افتضاح ده چي اشرف غني او د ده نور ارګ مېشتي انډيوالان بايد پر محاکمه سي.
زه نه پوهېږم چي د اشرف غني دغي کمپايني غونډي ته ښځي په کومو سترګو ورغلي وې.

محمد
میلمه
محمد

ای بیچاره ستاسو غوښنه برخه ستاسو جنسي ځوروني وشوړوله — نور یي باد ته ورکه

جميل
میلمه
جميل

دا فاحش او ليونی متفکر غواړی د فحشا لمن نوره هم پراخه کړی ، صبا به وايی چی ما خپله وظيفه و کافری رولا ته وسپارله .

ملا جانان
میلمه
ملا جانان

ویل کیږي چي د قدیم یونان جاهلانو د یو زیات شمیر ارباب الانواعو عبادت کاوه. په دوئ کي ځینو لا زیاتو جاهلانو د انسان تولیدي اعضاء هم په خدایي نیولي وه او د نارینه او ښځینه غلیظه عورتونو مجسمې به یې جوړي کړي وې او د هغه عبادت به یې کاوه. دې مذهبي فرقو خپل بنیادي عقاید په یو نه یو ډول ژوندي ساتل او د نړۍ د علمي پر ممختګ سره یې په نوو بڼو وړاندي کول. دا فیمینیزم هم لکه چي د هغه یوناني مشرکینو عصري عقیدوي شکل دی چي د ښځینه غلیظه عورتونو عبادت یې کوئ او… نور لوستل »