افغانستان

طالبان: ټاکنې د محدود شمېر کسانو هوس پوره کول دي، په وړاندې یې درېږو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته تیاری او د نوماندانو له لوري کمپاینونه په تېزۍ سره روان دي، طالبان وایي، ټاکنې د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په درشل کې د خلګو د تېر ایستلو او د ملت په سترګو کې د خاورې اچولو په معنی دي چې دوی به یې په وړاندې درېږي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه « د تش په نامه انتخاباتي پروسې په اړه د اسلامي امارت اعلامیه» تر عنوان لاندې په خپره شوې خبرپاڼه کې طالبان د ۲۰۱۴ میلادي کال ټاکنو ته په اشارې، چې ګډ حکومت پکې د جان کېري په مټ منځته راغی، راتلونکې ټاکنې هم له جعل او فریب ډکې بولې، چې په خبره یې، واک یې د بهرنیانو په لاس کې دی او رایه پکې هیڅ ارزښت نه لري.

اعلامیه وړاندې زیاتوي « حقیقت دادی چې د کابل اداره د افغانستان د خاورې پر ډیره کمه برخه واک لري او ټاکنې به یوازې په ځینو ښارونو کې ترسره کیږي، چي اکثره ښاریان هم ګډون نه پکي کوي، له بله اړخه د اشغال د پای ته رسیدلو مذاکرات او د بین الافغاني تفاهم لپاره ترتیبات روان دي، دې خاص وضعیت او شرائطو ته په پام سره هم دا تش په نامه انتخابات یوازې د محدود شمیر سیاسي دوکه بازانو د هوس پوره کیدل دي چې یوازینۍ نتیجه یې د وخت، پیسو او امکاناتو بې ځایه ضیاع ده او بس.»

طالبانو ګواښ کړی، چې د ټاکنو د «تېر ایستونکې» پروسې په وړاندې به درېږي او د شنډیدا هڅه به کوي، ددې تر څنګ له عامو خلګو هم غوښتل شوي، څو په کمپایني غونډو او ټاکنیزه پروسه کې چې د «بریدونو» امکان پکې زیات وي، برخه وانخلي.

دوی ددې تر څنګ له بهرنیانو هم غوښتي، چې د ټاکنو مصارف دې په غاړه نه اخلي او په ټاکنو کې کارېدونکي انرژي او منابع دې د سولې د راتګ او د اشغال د پای ته رسولو په لار کې په کار واچول څو د سولې د پروسې د سبوتاژ مخه ونیول شي.

طالبان داسې مهال د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په وړاندې د درېدو ګواښ کوي، چې ګډ حکومت ټاکنې خپل لومړیتوب بولي او په خبره یې په دې تړاو هيڅ ډول معاملې ته تیار نه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

هههه طالب ګله ته هم پوهیږی چی که می په زور په خلګو حکومت وکړ کړی به می وی که نه رایه خو ولاکه څوک راکړی.
طالبه! تر کومو به خلګ تر تیغو تیروی هغه خپل د استاد پاکستان څخه یی ذده کړه چی مذهبی او نور ټول ګندونه څنګه فعالیت په کی کوی، سم راسه او په د خلګو رایو ته په احترام سره په یو سوله اییز هیواد کی ژوند وکړه.
نن ټکی اسیا په ځان کی دا جرئت پیدا کړی چی د هر چا نظر نشر کړی نه چا تنها خپل د خوښی نظر.

مننه

اجمل

ښه خبره ده. خو کچیری طالبان وغواړی پر خلکو خپل نفود وساتی بیا یی هم کولای شی خو پدی شرط چی لږ ځانونه سیاسی کړی او اسلام د ږیری او لنګی له دایری څخه بهر کړی. افغان ټول مسلمانان دی باور وکړه کچیری همدا طالبان د مشوری، سولی، او عدم د تشدد له لاری را وچت شی بیابه هم رایه خپله کړی خو زه نه پوهیږم چی ولی دوی دومره ### دی.

محمد

ترین صاحب طالب له اوله څخه په اعلان اوپه عمل کي ثابته کړه چي موږاسلامی قانون غواړوپه هرقیمت چي وي ګونتاناموته ولاړل
پلچرخی ورباندي ډک سوهدیري ورباندي ډکی سوی لاسونه اوپښی اوستګري بعضومجاهدینووه بایلل
نودجمهویرت ارمان بدي نسی پوره که له اوله قربانی نوای سوی بیالایوخبروه چي مورداباداوزنده بادبه دوی هم راغلی وای

اجمل

انتخابات تاسی نه پریږدی، سوله تاسی نکوی بیا نو معلومداره خبره ده چی پردیو ته کار کوی او نغواړی چی دا وطن وطن شی. خو زر سوله وکړی کچیری غواړی چی دا انتخابات ونشی خو سوله هم نکوی. څومره بی اساسی خبری کوی طالبانو#### لا پدی رقم جهاد چی تاسی یی کوی.

گل محمد نوری

ګرانو دوستا سلامونه او نیکی هیلی! که تاسی په یاد په تیرکال وړوکی اختر کی طالبانو او دولت دواړه یوځای اوربند اعلان کړ مګر په لوی اختر کی یی اعلان نکړ او همدارنګه یی په تیر وړکی اختر کی یی هم اوربند اعلان ونکړ اوس سوال داده چی دا څوک وو چی تاسی ته یی امر وکړ چی دولت سره اوربند وکړی او بیا څوک وو چی تیر لوی اختر او تیر وړکی اختر کی یی د اوربند نه کولو امر وکړ تاسی څه فکر چی ولس دومره بی تعلیمه ده او تاسی هر اړیکه چی پاکستان سره یی لری… نور لوستل »

مجاهد

ټول بوهیږی چه اشغلګر تر مرمیوزیات ډالر کاروی له سپینه تور او له توره سپین جوړوی، د اشغلګرو په ګټه پراټی پخوی . په مستعمره هیواد کی ټاکنی، د بیان د ازادی او داسی نور دیموکراتیکی ناولتیاوو عملی کول په دی مظلوم اولس باندی سر د پاسه بل ظلم او توهین دی. د چرسو او نیشه ی روږدشوو په شان بی دلیله او بی خلطی فیرونه کوی لکه چه وایی: ۱ ـ یو غلام وایی له زور کارواخله په خوښه خو څوک رایه نه درکوی، یاوایی راشه طالبه زمونږ په شان غلامی ومنه او دالری ټولوه ….. ۲ ـ په… نور لوستل »

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x