افغانستان

ناټو: افغانستان تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د ناټو سازمان د طالب او امریکایي استازو تر منځ په قطر کې د سولې روانو خبرو ته خوشبیني ښودلې او د طالبانو او امریکا له مذاکراتو یې بشپړ ملاتړ څرګند کړی.

د ناټو عمومي سرمنشي «ینس سټولټنبرګ» چې په نیوزلینډ هیواد کې یې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې، وویل « په افغانستان کې تر بل هر وخت سولې ته نږدې شوي یو او دا مهال چې د طالبانو او امریکا تر منځ اتم پړاو مذاکرت روان دي، داسې ستر فرصتونه شته چې کولای شي موږ تر سولې ورسوي».

ینس ددې تر څنګ د ناټو سازمان سره د همکارۍ له امله له نیوزیلنډ هیواد مننه وکړه، نوموړي د یاد هیواد لومړۍ وزیرې « جسینډا» ته وویل « د کابل په ملي پوځي اکاډمي کې ستاسو روزونکي له افغانانو سره مرسته کوي، څو د سولې لپاره شرایط برابر کړي او پرېنږدي افغانستان یو ځل بیا د ترورستانو په سنګر بدل شي».

د طالب او امریکايي لوري تر منځ مذاکرت چې له تېرو څلورو ورځو راپدېخوا په دوحه کې روان دي، دواړه لوري پکې د پرمختګ خبر ورکوي او تمه لري دا ځل خبرې به د هوکړه لیک لاسلیک ته لاره پرانيزي».

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x