شعـــــرونه

تاسو مغرب په وسپنیزو ژبو وڅټلو

سيد شاه سعود

چې له مارکیټه وړاندې
تاسو د غرب دا باشعوره با ضمیره خلک
د دوایانو تجربې په ځناورو کوۍ
او د وسلو تجربې
زمونږ د قام په ماشومانو او ځوانانو باندې
دا شرافت خو نه دی
انسانیت خو نه دی
مونږه د دریمې نړۍ خلک حیوانان خو نه یو
مونږ د غربت لیکې نه ښکته زندګي کوو خو
څه موږکان خو نه یو
څه پیشوګان خو نه یو
تاسو بیشکه چې مغرب لکه د اور بل کړی
خو مونږه خس نه یو خاشاک مو نه یو
مونږه د دریمې نړۍ خلک یو املاک مو نه یو
زمونږه ټولې خزانې لا امانت پرتې دي
مونږه مشرق لکه دا ستاسو لا زبیخلی ندی
مونږه ژوندي یو طبیعت مو لا وژلی ندی
مونږ ته حاجت دی مګر مزکې ته زیان نه رسوو
کاڼي مو نس پورې تړلي وي خو
خپلو ځنګلو خپلو غرو ته تاوان نه رسوو
زمونږه خلک په دې خاوره عبادت کوي ښه
دلته صوفیان په هماله کې ریاضت کوي ښه
مونږه په دشتو صحراګانو کې لمونځونه کوو
نه لکه ستاسو ځان پرست یو نه مرګونه کوو
مونږه مشرق لکه د سا په خپل وجود کې لرو
تاسو مغرب په وسپنیزو ژبو وڅڼلو
اوس د مشرق په خزانو هم کښیناستل غواړۍ
زمونږه خاوره به میراث کې درته پاتې شي بس
په دې ارمان مو جنګ راوړی مونږ وژل غواړۍ
خو مونږه مینه یو او مینه څوک وژلی نشي
مونږ محبت یو محبت څوک قتلولی نشي
ستاسو درسونه ماسټرۍ او ډاکټرۍ عبث دي
چې سړیتوب پکې زده نشي دا ډیګرۍ عبث دي
_________
سید شاه سعود

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x