ځانګړي راپورونه

 د هند او پاکستان کشاله به پر افغان سولې اغېز وکړي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د هند له لوري د جمو کشمير د خپلواکۍ ځانګړي حيثیت له ختمولو وروسته د هند او پاکستان ترمنځ اړيکې ترينګلې شوي او پاکستان تور لګوي، چې هند د افغانستان سولې پروسې د ويجاړولو په موخه په کشمير  دغه فعاليتونه پيل کړي دي.

د پاکستان د ملي امنيت شورا وايي، ټوله توجه يې د شرقي سرحد پر ځای د افغانستان سولې پروسې ته کړې او هند په دغسې يوه حساس وخت کې د کشميري ولس د خپلواکۍ پر ضد ګامونه پورته کړل.

ايا د هند له لوري د کشمير د خپلواکۍ حیثيت ختمولو سره پر افغان سوله ناوړه اغېز وشي؟

کارپوهان په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.

د ډان انګليسي ورځپاڼې ژورناليست او کالم ليکونکی زاهد حسين وايي، که په شرقي پوله د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی زيات شي، دا پېښه به پر افغان سوله هم اغېز وکړي او پاکستان به د افغان سولې پروسه کې له همکارۍ پاتې شي.

خو د افغان چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی وايي، د افغان سولې په اړه خبرې د امریکا او طالبانو ترمنځ روانې دي، پاکستان په دې برخه کې مرسته کړې، خو په دغو خبرو کې عملا دخیل نه دی او له همدې امله د هند او پاکستان کشاله به پر افغان سولې هېڅ ډول اغېز ونه کړي.

رحیم الله یوسفزی، پاکستانی خبریال

د يوسفزي په وينا پر کنټرول کرښه د هند او پاکستان ترمنځ تاوتريخوالی دومره د اندېښنې وړ نه دی او که چېرته دا کشاله زياتيږي، نړيوال قوتونه به په کې مداخله کوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سولې او کرارۍ هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
12 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ترین

زما افغانانو وروڼو!
که تاریخ ته وکتل سی زموږ همسایه ګانو همیشه زموږ سره دوه مخی کړیده خصوصآ پاکستان.
پاکستان په هیځ صورت یو ارامه او سوله اییز افغانستان نسی قبلولی، د کشمیر مسله د هند او پاکستان ترمنځ مسله ده. اوس پاکستان کوښښ کوی چی دلته بیا ځانته امتیاز واخلی.
موږ باید لاسونه سره یو کړو او په هیڅ صورت سره د سولی واګی د بل چا خصوصآ د پاکستان په لاس ور نه کړو که نه هیڅکله به سوله ونه وینو

همدرد افغان

دا خبریالان جاسوسان دی. دوی نظرونه نشرول عبس دی.
په افغان سوله باندی هیڅ اثر نه پریوزی، د انډیا او پاکستان حکومتونه دواړه د امریکی او برطانیی نا کنټرولیږی د کشمیر مظلوم مسلمانان تقسیموی او زوروی.
مهمه خبره دا ده که چیری په افغانستان کی سوله راغله بیا چیرته څوک په مسلمانانو ظلم نشی کولی او نه یی هم سره تقسیمولی شی حساب او کتاب به ورسره کیږی ځکه اوس هند د افغان سولی وړاندی خپلو شومو اهدافو ته په کشمیر کی ځان رسوی.

غمی.پښتین

جوړ تازه، د هند او پاکستان کشاله د افغانستان په سوله سل په سله تاثیر کوی،ځکه چه پاکستان به د دنیا ټول تروریستان افغانستان ته راولی ،او دلته به یی ټرییڼګ کوی.بیا به یی کشمیر ته لیږی او کشمیر کی به جنګونه په کوی، دا هر څه به تر سره کیږی، د اسلام دین په نوم به جهاد وی. زموږ به کاکری رغړی،پاکستان به خپل ملک ټینګوی. او افغان نادان سیاسیون به څوک په رڼو سترګی ورته ګوری،او څوک به د کلداری بنډل جیبونو ته کوی او دا سندره به بولی، پیسی کلداری مزیداری ……..اوس به څو بوجی ورنه ډکومه… نور لوستل »

انجینر بختور منګل

سلامونه.
بیلکل غمی ګله.
عام ولس موشومانو زیږولو ته اړم دی،ماشومان وزیږوی لوی یی کړی.
طالیب او دولت بیا د همدا ماشومانو څخه جنګیالی جوړوی،په خپل منځ کی سره جنګوی.
طالیبانو او دولت خپل زامن په لوړو پوهنتونونو کی داخل کړی،او د غریب زامن ټول په کی ولاړل نو دا ځای کی د الفت صاحب شعره کی>
څوک په کی خانان شول………………..د چا لاړی ارتینی په کی،

مجاهد

هند او پاکستان د انګریزانو دوه جلا جلا وفادار غبرګون غلامان یا جنګی سپی دی دواړو ته یی د اتومی وسلی جوړولو جواز د همدی د پاره ورکړی جه یو بل ختم نه کړی مګر د څه د باره چه یی کاروی د ښکاری سپو په شان یی لکه ایران او سعودی وکاروی. دا لوی بحث دی اصل موضع : په دی حساسو شیبو کی چه اشغلګر د طالبانو سره هوکړی ته هم نزدی او هم لیری وتی دی نزدی یی دا معنی چه امریکا په هر ډول چه وی طالبانو سره په هوکړه او یا نه هوکړه له افغانستانه… نور لوستل »

اجمل

پاکستان وایی کچیری د کشمیر لانجه نوره هم خرابه شی نو د افغانستان د سولی پروګرام به صفر ته تقرب وکړی. پاکستانیان دنیاوالو ته داسی ښکاره کوی چی کوندی طالبان بیغیر له هغوی هیڅ کار نشی کولای. پاکستانی وزیر وایی: مونږ کچیری د کشمیر په لانجه کی ګیر شو د افغان د سولی پروګرام نور په تعویق ولیږی ځکه طالبان ددی وړ خلګ ندی چی سیاست وکړی. الله د وکړی چی په طالبانو کی یو داسی کس پیدا شی چی پاکستان ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او دا د سولی پروګرام په موفقیت سره پر مخ بوځی. زما په اند:… نور لوستل »

اجمل

کچیری د هند او پاکستان شخړه اوج ته ورسیده نو د افغان سولی پروګرام به هم اغیزمن شی پدی کی شک نشته ځکه چی پاکستان طالبانو ته ضرورت لری د کشمیر په جنګ کی، په چایی وګټی. دا واضحه خبره ده د جهاد د سردمدارانو او مدافعینو څخه باید په کشمیر کی استفاده وشی. پاکستانی مشرانو خو له پخوا چغی وهلی چی: (یی طالبان میرا هیرو هی،حقانی میرا هیرو هی) دا هیروګان باید د جهاد په نوم جنګ وکړی ځکه چی اول ضروری پاکستان ته کشمیر دی نه افغانستان.

گل محمد نوری

امکان لری دا ځل هند او پاکستان خپل نظامی ځواک یو د بل په وړاندی وکاروی مګر کیدای شی پدی ډول برتانیه د هند په وړاندی نړیوال ته غبرګون وښایی

اجمل

وطن خرابول، ځان وژنه او انتحار زمونږه کار دی نه د هندوانو او پاکستانیانو. هیڅ کله به هم سره داسی جنګ ونکړی چی پکی دومره خرابی راشی لکه چی مونږ یی کوو.

گل محمد نوری

د پاکستان او هند ترمنځ ريښتیا هم د اېټمي جګړې خطر شته؟

اجمل

اوس افغان طالبانو ته دا بهتره ده چی یوه منطقی لار غوره کړی او زر تر زده ذیدخلو جوانبو سره خبری شروع کړی مخکی لدی چی د کشمیر لانجه نوره هم خرابه شی. زمونږ یی په کشمیر څه، ضرور ده چی د خپلو خلکو غم وخورو. پر پنجابیانو چی کله زور راشی بیا نو یا طالبان دی یا قبایل چی کشمیر پری وګټی. خدای د نکړی چی طالبان د ### د ملایانو تر اغیز لاندی راشی او د سولی پروګرام قربان د کشمیر کړی. دا یو طلایی چانس دی چی طالبانو ته پر لاس ورغلی، کشمیر مشمیر مو په درد… نور لوستل »

گل محمد نوری

هند د پاکستان پر وړاندې خپلو ځواکونو ته د تیارسئ اعلان کړي د هند په گجرات ايالت کې د تازه استخباراتي راپورونو د ترلاسه کېدو وروسته هند خپلو ځواکونو ته په بېړنۍ توګه د تيارسئ حالت اعلان کړی دی، تر څو د پاکستان پر وړاندې ځوابي برید ته اماده اوسي. د هندي رسنیو د نن سهار بېړني راپورونه همدا وو چې د پاکستان کمانډويي ځواک ښايي د هند په خاوره پلان شوی برید عملي کړي. چې تر دې استخباراتي معلوماتو وروسته د هند د گجرات ایالت په بندرونو کې د تیارسئ حالت اعلان شوی دی. په نوي ډيلي کې هم… نور لوستل »

Back to top button
12
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x