افغانستان

د طالبانو له لوري د ټاکنو د مخنیوی ګواښ ته د حکومت دغبرګو مشرانو غبرګونونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې طالبانو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې ونومولې او د مخنیوي ګواښ یې وکړ؛ دګډ حکومت غبرګو مشرانو چې دا مهال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دي، د طالبانو دا ګام غندلی او د ټاکنو مخنیوی یې د ډیموکراسۍ مخنیوی ګڼلی.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي «په ټاکنو کې ګډون او د مستقیمو رایو له لارې د اولی الامر ټاکل د افغانستان د خلکو شرعي او قانوني حق دی. د افغانستان دولت د ازادو، رڼو او سرتاسري ټاکنو ترسره کولو لپاره ټول لازم تیاري نیولي، چې د افغانستان خلک په مستقیم ډول د هیواد لپاره د مشروع زعامت ټاکلو کې ونډه واخلي».

ارګ ټاکنې د افغانستان د خلګو ملي او شرعي حق بللی او ټینګار یې کړی چې ټاکنې باید په خپل وخت ترسره شي.

ددې تر څنګ په ټولو امنیتي بنسټونو باندې غږ شوی څو له ټاکنیزو محلونو ساتنه او دطالبانو د بریدونو مخنیوی وکړي.

بل لور ته د ګډ حکومت نیم ونډوال «عبدالله عبدالله» بیا د ټاکنو د پروسې رامنځته کېدل او ټاکنو ته لار موندل د افغانستان د خلګو د لس ګلونو کلونو قربانیو پایله او د هغوی بنیادي حق بولي.

له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه لیکي « نوماندۍ ته درېدل او نوماند ته رایه ورکول د افغانستان د هر اوسېدونکي له بنسټیزو حقوقو څخه شمېرل کېږي، چې د افغانستان خلګو د لسګونو لکونو قربانیو او مبارزو په پایله کې لاسته راوړي».

اجرائیه ریاست د ټاکنو په وړاندې درېدل د هیواد د دښمنانو کار بولي او په دولتي عسکرو غږ کوي څو د ټاکنیزو محلونو امنیت وساتي.

یاده ده وي، چې طالبانو نن سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په درشل کې ټاکنې ترسره کول د محدود شمېر کسانو د هوس پوره کول وبلل او له خلګو یې وغوښتل څو په ټاکنیزه پروسه کې ګډون ونکړي.

طالبانو د یادې اعلامیې له لارې په خپلو سرتېرو غږ کړی څو د ټاکنو په وړاندې ودرېږي او د مخنیوي په لاره کې یې خپلې هڅې ونه سپموي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا ليونی متفکر چيری لوستی دی چی د يو نشه يی ، غل ، مفسد ، فاسق ، فاحش او د بی علمه په خوښه او رای زعيم ټاکل شرعی دی .؟
دا بل زنچو ته بيا چا ويلی چی افغانانو دا لسګونه کلونه د کفری نظام او جعلی انتخاباتو لپاره مبارزه کړی او قربانی يی ورکړی .؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x