الوبالو د هر عمر کسانو لپاره ګټور دی!

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۵ زمری، ۱۳۹۸ل): الوبالو يا ګېلاس د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې په پراخه کچه موندل کيږي چې د ښه خوند سربېره د هر عمر کسانو لپاره يو شمېر روغتيايي ګټې هم لري.

د امريکا پوهان په دې نظر دي چې د زيات عمر لرونکو کسانو لپاره الوبالو «ګېلاس» غوره میوه ده، په دې کې داسې مرکبات موندل کيږي چې د ياداښت او اعصابو اړوند ټولې ستونزې حلولی شي.

هغه کسان چې عمرونه يې شاوخوا په ۶۰-۷۰ کلنۍ کې وي بايد د الوبالو جوس يا شربت وڅښي او يا يې همداسې وخوري، په دې اړه امريکايي پوهانو څيړنه کړې.

په څيړنه کې ۳۴ هغه کسان چې ظاهرا يې روغتيا ښه وه او عمرونه يې له ۶۵ کلنۍ تر ۷۳ کلنۍ پورې وو، په دوه ډلو وويشل چې يوې ډلې ته تر ۱۲ اوونيو سهار او ماښام د الو بالو شربت او د دويم ډلې کسانو ته عام شربت ورکړل شو.

په دې جريان کې هيڅ کوم کس ته د ياداښت يا اعصابو پياوړتيا درمل نه دي ورکړل شوي، په پايله کې له معاينو وروسته څرګنده شوه چې د الوبالو شربت څښونکو کسانو روغتيا يا په ياداښت، اعصابو او تګ راتګ کې خورا څرګند بدلون راغلی و خو بالعکس په عام شربت څښونکو کسانو کې د پام وړ بدلون نه و راغلی.

د معاينې پرمهال له دواړو ډلو بېلا بېلې ذهني او اعصابو اړوند پوښتنې وشوې چې د نورو په پرتله هغه کسان چې د الوبالو شربت يې په منظم ډول څښلی و ۲۳سلنه څرګند مثبت بدلون وليدل شو.

الوبالو پخپل جوړښت کې انرژي، کاربوهايدريت، پروټين، فايبر، کلسيم، فاسفورس، وسپنه، پوټاشيم، ميګنيزيم ، A او C ويټامينونه، فوليک اسيد او نور معدني توکي لري، پرته له دې چې په تازه شکل د الوبالو له مېوې څخه ګټه پورته کړو کولاى شو د شربت په توګه يې هم استعمال کړو.

ددې سربيره الوبالو يو شمېر نورې ګټې هم لري لکه: اشتها راوستل، د وينې غوړ کمول، تنده ماتول، د ځيګر او تريخي لپاره ګټې، معدې ته ګټه، په خيټه کې د وازګې له منځه وړل او داسې نورې ګټې لري.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د