افغانستان

حکمتیار: اشرف غني خپلو مخالفینو ته سیاسي رشوتونه ورکوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د حزب اسلامي رییس او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند «ګلبدین حکمتیار» ځیني کړۍ د سولې د راتګ په وړاندې د خنډونو په جوړولو تورنې کړي او په اشرف غني یې تور پورې کړی چې د مخالفینو د خولې بندولو لپاره هغوی ته سیاسي رشوتونه ورکوي.

حکمتیار چې په کابل کې یې یوې کمپایني غونډې ته خبرې کولې وویل « ولسمشر اشرف غني په دې موخه چې په وړاندې یې مخالفتونه راکم شوي وي په خپلو سیاسي مخالفینو سیاسي رشوتونه ویشي، ددې کار لامل دا دی چې اشرف غني په یوه ځواکمن ګوند پورې تړلی نه دی».

نوموړي زیاته کړه « لا هم ځیني کړۍ غواړي افغانستان ته د سولې د راتګ مخنیوی وکړي، خو جګړه ګټونکی او بایلونکی نه لري».

د حکمتیار له قوله، نوموړی د چا غلامي نه مني او ټاکنې یوازېنی افشن دی چې افغانستان له بحران څخه را ایستلای شي.

د حزب اسلامي رییس داسې مهال ټاکنې د افغانستان د جګړې د پای ته رسولو یوازېنی افشن بولي، چې طالبانو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅه او د ملت په سترګو کې خاورې اچول ګڼلي او په خپلو سرتېرو یې غږ کړی څو  په بشپړ توان د یادې پروسې مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

ګلبيدينه ! هرڅه چی وايی وايه خو دا به منی چی د دی مفسد ، فاسق ،….، او د فاحش غلام دولت يوه برخه يی او پخپله خوښه او رضا ورته تسليم شوی يی او ډير نور دی هم بد لاری کړل چی د هغو ټولو په ګناو کی تر پايه شريک يی ، د ظالمو او غاصبو کفارو پلوی دی کړی او هغوی درته کور ، کالی او ډوډی درکوی ، د دی امتيازاتو په بدل کی دی د الله(ج) ، د هغه د رسول(ص) او د اصيلو مجاهدينو سره دی دښمنی را اخيستی ده .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x