د پاکستان غوره ليګ د پنځم پړاو بشپړ سيالۍ پاکستان کې ترسره کيږي

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د پاکستان سوپر ليګ راتلونکي پنځم پړاو سيالۍ به په بشپړ ډول په پاکستان کې ترسره کيږي.

له دې وړاندې د پاکستان سوپر ليګ ځينې سيالۍ د پاکستان په کراچۍ نيشنل او د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره شوي خو دا وار به ځينې سيالۍ په ملتان او راولپنډۍ ښارونو کې هم ترسره شي.

د پاکستان کرېکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د اګست په ۵مه نېټه له يوې غونډې وروسته اعلان وکړ چې د راتلونکي پي ايس ايل سيالۍ به په بشپړ ډول پاکستان کې ترسره شي چې ددې لپاره دوه نور لوبغالي هم غوره شول.

په دې لړ کې به د عربې اماراتو لوبغالي هم د ياد ليګ لپاره چمتو وي که چيرې د پي ايس ايل چارواکو پاکستان کې ستونزې وموندلې.

د پاکستان غوره ليګ سيالۍ به د راتلونکي ۲۰۲۰م کال په فروري مياشت کې ترسره کيږي، چې د ياد ليګ پرانيستغونډې لپاره کراچۍ او د پايلوبې لپاره د لاهور قذافي لوبغالی غوره شوی دی.

د پشاور زلمي لوبډلې مشر جاويد افريدي له پي ايس ايل چارواکو غوښتي وو تر څو د ياد ليګ ځينې سيالۍ په پيښور کې هم ترسره کړي، خو د‌ مهالويش له نظره د ياد لیګ ۱۳ سيالۍ په لاهور، ۹ په کراچۍ، ۸ په راولپنډۍ او ۴ سيالۍ په ملتان کې ترسره شي.

په ياد ليګ کې ټولې شپږ لوبډلې ګډون کوي چې په دې ډول دي: پشاور زلمي، کوټه ګلډيټرز، اسلام اباد‌ يونيټډ، ملتان سلطانز، کراچي کینګز او لاهور قلندرز، په دوی کې اسلام اباد دوه وارې، پشاور زلمي او کوټه ګلډيټرز يو-يو وار دغه جام خپل کړی دی.

د يادونې ده چې تر دې مهاله د پاکستان سوپر لیګ څلور پړاوونه د عربي اماراتو او پاکستان په ګډو لوبغالو کې ترسره شوي، خو اوس پاکستان غواړي د ياد لیګ ټولې سيالۍ پاکستان کې ترسره کړي ترڅو په دې لاره دغه هېواد ته نړيوالې لوبې ستنې کړي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د