له نن نه «۲۲» کاله وړاندې؛ سريلانکا پر هند د ټيسټ سياليو تاريخي ريکارډ جوړ کړی و

نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۵ زمری، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ په درې فارميټونو کې ټيسټ لوبه تاريخي او لومړۍ ګڼل کيږي چې تر دې دمه يې خپل اهميت له لاسه نه دی ورکړی او لوبغاړي يې هم په ډير افتخار ترسره کوي.

په دې فارمیټ سياليو کې بېلا بېلو لوبډلو او لوبغاړو يو شمېر ريکارډونه جوړ کړل اړ بيرته مات شول خو هغه ريکارډ چې سريلانکا پر هند لوبډلې له نن نه «۲۲» کاله وړاندې جوړ کړی و تر دې دمه ثابت پاتې دی.

د ۱۹۹۷م کال د اګست مياشتې په ۶مه نېټه د سريلانکا لوبډلې په ټيسټ سيالۍ کې د سنت جيسوريا په «۳۴۰» او د مهانما په «۲۲۵» منډو پر هند لوبډلې په يوه پاڼۍ کې د ټيسټ کرېکټ تر ټولو زياتې تاريخي «۹۵۲» منډې جوړې کړې.

په ياده لوبه کې هند لوبډلې لومړی توپوهنه کړې وه چې د ۸ لوبغاړو په سوځېدلو يې «۵۳۷» منډې جوړې کړې وې، په ځواب کې سريلانکا لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو د پنځمې ورځې تر پايه «۹۵۲» منډې جوړې کړې خو سيالۍ مساوي پای ته ورسيده، په ټيسټ کرېکټ کې تر دې دمه دا نړيوال ريکارډ دی.

له دې وړاندې انګلستان لوبډلې د استراليا پر وړاندې په ۱۹۳۸م کال کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو «۹۰۳» منډې جوړې کړې وې، په ۱۹۳۰م کال کې هم انګلستان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو د ويسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې «۸۴۹» منډې جوړې کړې وې.

په تېره نږدې کې پاکستان پر سريلانکا لوبډلې په ۲۰۰۹م کال کې ۷۶۵ منډې جوړې کړې وې، همدا ډول په ۲۰۰۹م کال کې سريلانکا پر هند لوبډلې د ۷ لوبغاړو په سوځېدلو «۷۶۰» منډې جوړې کړې وې، خو په ۲۰۱۹م کال کې تر ټولو زياتې «۷۱۵» منډې نيوزيلند پر بنګلديش لوبډلې جوړې کړې وې.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د