افغانستان

د ملا برادر اخند په مشري یو هیئت ازبکستان ته ځي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د طالبانو یو لوړ رتبه هیئت چې مشري به یې ملا برادر اخند کوي، سبا سهار وختي به د ازبکستان پر لوري وخوځیږي.

د طالبانو د سیاسي دفتر نیژدې سرچینو نن ټکی اسیا ته وویل چې د امریکا سره به د اتم پړاو مذاکرات تر اختره وځنډیږي او له اختر وروسته به بیا پیل سي. د طالبانو پلاوی به بیرته د اختر په ورځ قطر ته وګرځي.

یادي سرچینې وویل چې د ازبکستان سفر د امریکا سره د روانو مذاکراتو سره کوم تړاو نه لري، بلکې دا سفر له مخکې پلان شوی وو او د وخت را رسیدو سره سم تر سره کیږي.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد هم د هندوستان پر لور روان سو او تر تګ مخکې يې په یوه ټویټ کې وویل چې ددې ځل په مذاکراتو کې یې «ډیر ښه پرمختګ کړی دی»

 

طالبانو تر اوسه د ازبکستان د سفر په اړه رسما څه نه دي ویلي، خو ددې تر مخه د ملا برادر اخند په مشري طالبانو روسیې، چین، ایران، اندونیزیا ته سفرونه کړي دي او ټاکل شوې چې په نیژدې راتلونکې کې به نورو هیوادونو ته هم سفرونه وکړي چې په هغو کې د پاکستان سفر هم د اختر وروسته متوقع دی.

نن ټکی اسیا ته د سیاسي دفتر یوې نیژدې سرچینې وویل چې د ترکیې له لوري هم ملا برادر اخند او ورسره پلاوي ته یې بلنه ورکړل شوې وه او د سفر وخت هم ټاکل شوی وو خو د ځینو تخنیکي او لوجستیک مشکلاتو له امله سفر وځنډید، ګمان کیږي چې دغه سفر هم ډیر ژر تر سره شي.

باید وویل شي چې طالبان بهرنیو هیوادونو ته د سفرونو پر مهال په ډیره لوړه سطحه استقبالیږي، اندونیزیا ته د ملا برادر اخند وروستی سفر چې رسنیز شو، نوموړي د یاد هیواد د مرستیال ولسمشر ، بهرنیو چارو وزیرې او نورو جګپوړو مشرانو په شمول هلته د اسلامي او ولسي تنظیمونو د مشرانو سره هم لیدنې کړې وي. همداسي تر هغه مخکې روسیې او چین ته د سفر پر مهال نوموړي د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه لیدنې کړي وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی

جوړ تازه،په خیرونو په خیرونو،
ملا برادر ته،
که چیری غواړی ،چه ولس له د څلویښت کلن ناورین څخه خلاص شی ،نو د سوله موقع د لاسه مه ورکوی،
البته لږ په شاتګ هم د سوله لپاره وکړی.
زمری چه دوه قدمه روسته په شا لاړ شی.نو د ټوپ وهلو ته نور هم چمتو شی. دوه قدمه په شا تګ به هیڅ کوم لوری کمزوری نه کړی،
ولس ته به د سوله راوړنکیو نومونه د افغانستان په تاریخ کی د زرینو کرښو باندی ولیکل شی،

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x