د حج کمه موده څومره ده؟

د امام يوسف القرضاوي فتوی
ژباړه:فضل الله‌ افغان

د حج تر ټولو کمه موده «۲۴» ساعته ده چې په کې انسان کولای شي د حج اساسي مناسک ادا کړي.

دغه حج هغه مهال ترسره کيدلای شي چې انسان شرعي عذر ولري او د جدي ستونزو له کبله نشي کولای بشپړ وخت د حج لپاره پاتې شي.

د کمې مودې حج ادا کولو لپاره لومړی بايد حاجي په نهمه ورځ د عرفې په سهار په اسانۍ سره د کعبې مشرفې څخه سعي او طواف وکړي، بيا عرفات ته ولاړ شي، د ماسپښين او مازيګر لمونځ په ګډه ادا کړي، او تر لمر لويدو دې هلته ذکر او اذکار وکړي.

بيا د مزدلفې پر لور رهي شي، هلته د ماښام او ماسخوتن لمونځ په ګډه وکړي، خواړه دې وخوري او تر سپوږمۍ راختو (نيمې شپې) دې هلته تم شي، د امام مالک رحمه الله په قول کولای شي له ماسخوتن خوړو وروسته سمدلاسه هم ستون شي، خو دغه قول غوره دی چې تر نيمې شپې دې هلته تم شي.

بيا دې د شيطان ويشتلو لپاره منا ته ولاړ شي، ويښتان دې کم يا وخريي، بيا دې مکې مکرمې ته ښکته شي او وروستی د افاضې يا ستنېدو طواف دې وکړي کوم چې په حج کې اساسي رکن دی..

په دې سره د نوموړي حج بشپړ ترسره کيږي..

دلته ځينې هغه کارونه دي چې د حاجي په نيابت به يې بل څوک ترسره کوي:

په حج کې هغه کارونه چې لازم دي خو دحاجي په نيابت يې بل څوک ترسره کولای شي، لکه قرباني کول چې بل څوک به يې پرځای هرو مرو کوي، په دويمه او دريمه ورځ شيطان ويشتل او ځينې نور..

هغه کارونه چې په نيابت ترسره شي حاجي به د هغې کارونو کفاره ورکوي، لکه: په منا کې شپه نه تيرول، قرباني په خپله نه کول، په دويمه او دريمه ورځ د شيطان نه ويشتل. دغه کفاره په قربانۍ کولو چې صدقه يې کړي هم ادا کيدلای شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

دې ته وائی ډیپلوماټیک حج!
پاچهان او وزیران او شتمنان او د تکبر او جبروت او د وخت او دقیقو مینان دا ډول حج تر سره کوی البته د شرعی عذر درلوونکو ته به مشکله وی چی دا ډول حج توجیه کاندی.