نړۍ

عمران خان: د کشمير پر سر له هند سره خونړۍ جګړه پيښېدای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، که هند پر پاکستان برید وکړ، خونړی ځواب به ورکړي او د وينې تر وروستۍ څاڅکي به يې پر ضد وجنګيږي.

عمران د پاکستان ملي شورا ته وويل، هند د کمشيريانو حقونه او ځمکې غصب کړي، د هغوی د خپلواکۍ د له منځه وړلو هڅه يې کړې او که هند له خپلې پرېکړې لاس وانخيست، د کشمير پر سر به ورسره خونړۍ جګړه ونښلي.

تېره ورځ د هند حکومت د کشمير د نيمه خپلواکۍ حیثيت بېرته لغوه کړ، هلته يې زرګونه پوځيان ځای پر ځای کړي او د کشمير لسګونه سياسي مشران يې بنديان کړي دي.

عمران خان وويل، پاکستان به هېڅکله د هند د ظالمانه ګام پر وړاندې چپ پاتې نه شي او دا موضوع به په نړيواله کچه راپورته کړي.

د پاکستان صدر اعظم زياته که هندي حکومت له کشميريانو سره ظلمونه کوي، د هغوی حقونه خوري، نو په مقابل کې به يې پر هندي پوځيانو خونړي بريدونه هم کيږي.

د عمران خان اشاره هغه برید ته وه، چې څو مياشتې مخکې د کشمير په پلواما سیمه کې د هندي پوځيانو پر بس شوې وه او لسګونو پوځيانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د اپوزيسيون ګوندونو هم د هند دغه پرېکړه غندلې او په عين حال کې يې پر حکومت هم نيوکې کړي، چې د کشمير په موضوع يې بهرنۍ تګلاره له ناکامۍ سره مخ ده.

د پاکستان پارلمان کې د اپوزيسيون او د مسلم ليګ نواز ګوند مشر شهباز شريف وويل، پاکستان د افغانستان سولې په اړه له امریکا سره مرسته کړې، خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ اوس د کشمير په اړه د پاکستان خبره نه اوري او له پاکستان سره چل کوي.

د پاکستان د ملي امنيت شورا او د لوی درستيز ډګر جنرال قمر جاويد باجوه په مشرۍ پوځي جنرالانو هم د کشمير په موضوع بېړنۍ ناسته رابللې وه.

د پاکستان د پوځ وياند جنرال اصف غفور د کشمير په اړه د هند پرېکړه غندلې او زياته کړې يې ده، چې د کشميري ولس هر ډول ملاتړ به کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

الله د داسی غضب پر پاکستانیانو راولی چی زمونږ د ولس پکی خیر وی.

گل محمد نوری

تیره اونی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل چی د افغانستان سوله د کشمیر له معضلی سره تړلی ده مګر تر ننه پوری نه طالبانو او نه هم افغان دولت کوم غبرګون ونښود نو لدی داسی معلومیږی چی هغه خبری افغان دولت کوی چی پاکستان د طالبانو حمایت کوی او همدارنګه ډاکټر اشرف غنی وویل چی د پاکستان او طالبانو ترمینځ اړیکی باید واضح شی له څه مودی راهسی د هند ځواکمن هیواد کوښښ کوی چی پاکستان باندی داسی حمله وکړی چی د پاکستان دریواړه صوبی (بلوچستان، پنجاب او صوبه سند) په څو مزایلو باندی له مینځه یوسی، مګر… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x