افغانستان

کابل: د دولتي چارواکو په موټر چاودنې ۱۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۵ زمری ۱۳۹۸ل): د کابل ښار شمالي برخه خيرخانې سيمه کې نن مازيګر د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې د معينيت په موټر چاودنې ۵ تنه وژلي او ۷ نور ټپیان کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي رسنيو ته ویلي دي چې چاودنه د کابل ښار د يوولسمې حوزې اړوند د پروان بوستان په څلور لارې کې رامنځته شوې ده.

هغه ويلي دي چې په دې پيښه کې پنځه تنه وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي چې ټول يې د کورنيو چارو وزارت اړوند له نشه يي توکو سره د مبارزې د معینیت کارکوونکي دي.

ددې چاودنې مسؤليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان د بيلابيلو ولايتونو په څېر په کابل ښار کې هم امنیتي پيښې زياتې شوي دي چې امنيتي ځواکونو يې د امنيت په کنټرول کې پاتې راغلي دي.

تيره ورځ هم په کابل ښار کې د پوليسو يو رينجر موټر د نامعلومو کسانو له لوري سوځول شوی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x