ترنم چې غږ د امن په وطن شي

پيرمحمد کاروان

ترنم چې غږ د امن په وطن شي
چې ترنګا یې د تن تن تنا تن تن شي

زړونه زړونه به باغ باغ چمن چمن شي
ګران وطن به مې عدن عدن عدن شي

د اخلاص د موسکا لمر به شغلې وکړي
دغه یخ وهلي زړونه به اوبلن شي

بیا به دښتې کوربنې شي د کېږدیو
ځای په ځای به نښې پاتې د خوږلن شي

بیابان ته به روان شي مکتبونه
ماشومان به له ښې پوهې برخمن شي

د اذان مخه به نه نیسي بمونه
بس پخلا به سره زړونه ګیله من شي

د اوبو غوندې رڼه سوله دې راشي
چې ماړه یې تږي زړونه په دیدن شي

لاله زار ته دا دعا وکړه بلبلې
چې داغونه یې تازه اوسې داغمن شي

د لاله تازه داغونه ټکوري ده
پرې ټکور به پرهرژلي او خوږمن شي

چې په زړه کې یې مښوکې وهي زرکې
دا شاعر به بس د زرکو هموطن شي

که هر ځو مُتَحَجِر ملا یادېږي
ستا کاروان به هم آخر آخر مین شي

۲۹ سرطان ۱۳۹۸ کابل

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د